داردو عسکر دې ورته ځواب ووایي

لیکنه :خالد وزیروال

که بدمعاشان راشي ستا په کور حمله وکړي واړۀ او غټ ښځې او نر  دې څه ووژني  څه  بندیان کړي او ستا څه ورونه د دغه بدمعاشانو سره لاس لري او په کور حملې کولو ته هم دوی راوستي وي جاسوسي یې کوي  او ستا څه ورونه چې هغوی ته  دا ظلمونه د برداشت وړ نه وي په څه چل ځان خلاص کړي او له دغه ځایه ځان وباسي بیا دغه بدمعاشان ستا کور کې واړوي ستا په وړاندې ستا د خویندو بې عزتي کوي ستا بندي ورونه تعذیبوي ستا فرار او تښتیدلي ورونه په سوال اصلحه راپیدا کړي هغوی په دې کور ددې لپاره حمله کوي ترڅو خپل عزت او خپل کور ددغه بدمعاشانو نه خلاص کړي بیا دغه بدمعاشان ستا د فرار ورونو د حملو نه تنګ شي  تاته ووایي چې موږ به تاته تنخوا درکوو په بام به درته پوسته جوړه کړو اسلحه به هم درته درکړو  خو ته هغه ورونه موږ ته مه راپریږده او ته باید هغه شرپسندو نه د خپل کور ساتنه وکړې  دا موقع په لاس مه ورکوه چې زموږ نه دا کور بیرته ونیسي .

نو ایا لومړی ته بدمعاشانو ته په خپل کور د حملې اجازه ورکوې؟

ایا دغه جاسوسان خپل ورونه بولې؟

ایا دوی ته په خپلو ورونو او خویندو د ظلم او تیري کولو اجازه ورکوې؟

ایا ته د خپلو هغه ورونو په خلاف جنګیږې چې هغوی ددې بدمعاشانوڅخه خپل کور ازادول غواړي؟

ایا ته ددې معاشانو دفاع کوې؟

که دا کارونه کول غواړې بیا خو نړیوال بې غیرته یې

که نه نو دغه کور ستا هیواد افغانستان دی  دغه بدمعاشان اشغالګر امریکایان دي  ،  دغه جاسوسان د پردیو مزدوران دي چې بهرنیان یې راوستل، ځوریدونکي ورونه خویندې ستا هیوادوال افغانان دي ، هغه چې په سوال یې اسلحه راپیدا کړه او د ازادۍ لپاره یې جهاد پیل کړ طالبان دي

ایا د غرب جاسوسان او ډالر خوارۀ خپل ورونه بولې کوم چې دبهرنیو په اشاره درومي؟

ایا غربیان په خپل هیواد کې غواړې؟  ایا غربیانو ته په خپلو هیوادوالو د تجاوز او تیري اجازه ورکوې ؟

ایا د ډالرو په بدل د اشغالګرو دفاع او د طالب سره جنګ کوې؟

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button