د بلخ سرپرست والي وزرې وکړې؟!

ډاکټر آصف

تیره ورځ د بلخ سرپرست والي معلم عطا محمد کابل ته په دې موخه خوځیدلی چې ګوندې له ولسمشر سره ملاقات کوي او دا ملاقات داسې انګیرې لکه یو ولسمشر چې له بل ولسمشر سره ملاقات کول غواړي.

 معلم په خپرو خبرو کې ویلي دي چې د بلخ د نوي مقرریدونکي ځوان والي په مقرریدا به له اشرف غني سره غږیږي د معلم عطا یواځې په دې باندې سترګې نه ډکیږي بلکې هغه وایی چې له ولسمشر سره به د خپلو اولویتونو په اړه هم غږیږي، سیاسي مبصرین معلم عطا ته د نږدې سرچینو په حواله وایی چې د معلم عطا لومړی اولیت د ولسمشر د لومړي مرستیال هغه چوکۍ اشغالول دي چې څه مواده وړاندې یې همدغې څوکۍ هغه مهال سپکاوی وکړ چې د ارګ لخوا ورته د پردې تر شا پیشنهاد کړای شوه خو معلم عطا له ډیره کبره هغې ته د پس خوردې نوم ورکړ او ویې ویل چې زه خیرات خور نه یم او د نورو پس خوردې نه خورم.

خو اوس یو ځل بیا همدغې پس خوردې ته هڅیدلی کابل ته راغلی خو ویل کیږي چې د معلم عطا یواځې د ولسمشر د لومړي مرستیال په چوکۍ هم سترګې نه ډکیږي بلکه د هغه نږدې پلویان وايي چې معلم غواړي آن د ولسمشرۍ چوکۍ ته ځان ورسوي او په راتلونکی انتخاباتو کې ځان هم کاندید هم کړي.

که فکر وکړو نو د معلم عطا دغه حرکتونه د هغه میږي حرکتونو ته ورته دي چې خدای تعالی یی کله هلاکت وغواړي نو وزرونه ورته ورکړي او آسمان ته په زورونو وهلو سره یې ساه ووځي او لاندې راګوزار شي.

معلم عطا چې تر ننه پورې د بلخ د والي له چوکۍ نه راکوزیدو او همغسې ورپورې سریښ دی لکه رهبر یې رباني چې د ولسمشرۍ پر چوکۍ پورې سریښ وو او تر هغې نه کوزیدو چې څو پورې یې د صلبیانو ډنډه ولیده نو په ډیرې بې عزتۍ سره یې صلیبیانو ته د محمدي پګړۍ سره سر ټیټ کړ، اوس همداسې معلومیږي، چې د معلم عطا لپاره هم مجربه نسخه همداسې یوه ډنډه پیدا کیدل دي. ویل کیږي چې معلم عطا نن سبا ډیرې پیسې پیدا کړي، بلخ یې لوټ کړی او د معلمۍ او سرګروپۍ نه وروسته نن سبا د افغانستان په سترو سرمایه  دارنو کی ځان شمیري.

معلم عطا هغه مهال د قدرت د چوکۍ هوسي شو چې د ده سیال لنډغر ډاګتر عبدالله د جان کیری په وساطت د قدرت په ګدۍ کینول شو، خو فکر نه کوم چې دغه وزر لورنکی میږی به خپلو شومو اهدافو ته ورسیږي، ملت حیران دې ته دی چی په وړه خوله څومره سترې خبرې کوي؟؟؟

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button