بې ارزښته پاچاهي!

ليکوال: احمد جنید مبارز

علامه جلال الدین سيوطي رحمه الله په خپل کتاب  (تاریخ الخلفاء) کي ليکي:

یو وخت ابن سماک رحمه الله د خليفه هارون رشيد په دربار کي ناست ؤ، په همدغه وخت کي خلیفه د اوبو څيښلو غوښتنه وکړه، کله چي خدمتګار اوبه راوړې، نو ابن سماک رحمه الله خپل مخ د هارون رشید طرف ته واړاوه او ورته وې ويل:

اې اميرالمؤمنينه ! مخکي تر دې چي اوبه دي وڅښې، لومړی يوې پوښتني ته ځواب راکړه، پوښتنه داده که چيري تاسو ته اوبه در نه کړل سي، نو په څومره قیمت اخیستلو ته يې تیار يې؟

هارون رشيد ځواب ورکړ: په خپله نیمه پاچاهي .!

ابن سماک رحمه الله بیا ورڅخه وپوښتل :

صاحبه! دا راته ووایه که د بدن څخه د اوبو په وتلو کي له مشګل سره مخامخ سوې، نو څه به وکړې ؟

هارون رشيد ځواب ورکړ :

ښايي د دغي ستونزي د لیري کولو په بدل کي خپله ټوله پادشاهي ورکړم .

ابن سماک رحمه الله وویل :

اې امیرالمؤمنینه! هغه حکومت او پاچاهي چي ارزښت يې د يوه غوړپ اوبو او بولو برابر وي، هیڅکله د دې وړ نه ده چي خاص ارزښت ور کړل سي او تا د اخرت له یاده چي تل ترتله دي، لیري کړي.

صاحبه! په ټولو معاملاتو کي له ډېره احتیاطه کار اخله، ځکه یوه داسي ورځ په مخکي ده چي موږ به د خپل خالق او مالک په وړاندي درېږو او د يوه يوه شی حساب به ورکوو او د هغه ستر ذات په وړاندي به نه د کوم شی د پټولو کوښښ کولای سو او نه به پر خپل يو عمل پښېمانه کېدلای سو .

هارون رشيد ددغو خبرو په اورېدلو تر ډېره وخته وژړل او ويل يې: هو، همداسي ده تا یقيناً صحي خبره وکړه .

حواله: [ تاریخ الخلفاء لعلامه سیوطي رحمه الله صفحه ۲۹۳ ]

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button