همیشه یې د تور غر لمن نیولې!

ملا محمد مطمئن

دا چې ګل ورته سلام کوي مسکی دی

ګرانبها دی قیــمت نه لري غمی دی

تورې څڼې سپین پټکی نرګسي سترګې

لا تر اوسه پکې ننګ احساس ژوندی دی

همیشه یې د تور غر لمـــن نیولې

خپلواکي یې ضمیر غواړي ازمری دی

سمې دشتې اومیرې ورپسې ګوري

شهادت جام پســې ګرځي لیونی دی

یوځل بیا یې د نیکه تاریخ تازه کړ

په ریښتیا د احمدشاه بابا لمسی دی

ځکه خوښ مې دی چې رب ته یې سر ایښی

زما ځان دی زما روح زما زړګی دی

ای مخلوقه مطمئن پیژندل ګران دی

د یار غـــم دی سوځولی وچ لرګی دی

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button