پر ملت باندي ددولت دامیر مشر حقوق

لیکوال خالد رحیمزاده

رسول الله ص داسلام دامت دامیر یا مشر لپاره داسلامي ملت څخه دهغه دخیر غوښتنه ددین جز گڼلی دی.
امام ماوردي رح اود حضرت ابو یعلي رح ویلي دي چی کوم حکمران چی دملت درعیت د حقوقو څخه پاملرنه کوي {یعني عادل اوبا انصافه مشر وي } پر رعیت باندي دهغه دوه ډوله حقوق واجیبږې .
۱- داچي داسلامي حقوقو په حدودو کی به دهغه تابعداری کوې. ۲- داچی ملت به داسلامي مشر یا امیر سره لازمه مرستي کوې تر څو پورې چی خلیفه یا دمسلمانانو امیر دالله ج او رسول الله پر لاره سم رهی وې او خپلي ټولي وجیبی په عدل او انصاف وسرته رسوې پرملت باندې لس ډوله حقوق لري:
۱- مسلمان ملت به په پټه او څرګنده توګه دخلیفه دخیر اوبري غوښتنه کوې.
۲- دهغه سره به مشروع او روا مرسته کوې دمرستي څخه مراد مالی مرسته نه ده بلکي دهغه سره په دولتي کارونو کی مرسته او اسانتیاوې برابرول دې راولی .
۳-دزړه داخلاصه دې داسلامي قوانینو په شریعی حدودو کی دهغه تابع وي.
۴-مسلمانان باید دخپل امیر مشر لمانځه وکړی.
۵-اسلامي ملت یا علماء مجتهدین او اهل ” حل وعقد ” دامیر یا خلیفه وښو کارو ته رابلل او که سهوه ور څخه وسي هغه په خپلو غلطیو پوه کړې ، یعنی خلیفه چی مسلمانانو له لورې دده داعمالو او ګفتارو قضاوت کیږې په دې پوه سی چی په کومو کارو کی یی سهوه کړي ده څو ځوانان اصلاح کړې .
۶- مسلمانان باید ټوله دښه خلیفه پر ضد دهر سازش او توطیی څخه چی خبریږې هغه ته اطلاع ورکړي څو دسازشګرانو دفساد مخه ونیسی .
۷- داسلام امت باید چی خلیفه دهغه دوالیانو مامورینو او نورو اړه لرونکو دعملو څخه تل باخبره وساتي چی خلیفه دثقه معلوماتو په رڼا کی دخپلو مامورینو او استاځو دبدو او ښو عملو څخه باخبره وې ، فاسد ،ظالم ، خاین دسیسه باز اوبد اخلاقه مامورین بیرته او محکمي ته یی کش کړي په عوض کی یی بافضلیته ، عادل ، بااخلاقه اوپه کار پوه اشخاص مقرر کړې.
۸-اسلامي امت په هغو کړنلارو کي چی ددولت مشر یی دملت دمادې او معنوی ژوند دښه کېدو لپاره لرې باید مرسته وکړي.
۹-داسلامي ملت دباخبرو او پوهو اشخاصو له لاري د خلیفه دمرستي لپاره دنورو خلګو اماده کول یعني دتبلیغ ویناوو یا نورو ممکنه مشروع وسایلو په ذریعه دخلیفه لپاره دملت مرستي جلب کړي.
۱۰-مسلمانان باید په ژبه ، عمل او مال سره دخپل خلیفه دفاع وکړې په مشکلاتو او ستونزو کی هغه یوازی پری نږدې. په اسلام کی په عین وخت کی ددوو خلیفه ګانو موجودیت مجاز نه دی اوهغه څوک چی دمنتخب او ټاکل سوې خلیفه په مقابل کی پورته کیږې او بغاوت کوې اودځینو خلګو څخه په زور ، یا خطایستلو ، یا په رشوت بیعت اخلی نو بیعت یی فاسد دې . نو دهغه په مقابل کی دقوت استعمال جایز امر دې .

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button