دبریا راز

جواد څارگر

الهي سنت دادي چې هغه چاته ضرور سزاء ورکوي، کوم چاچې پرلپسې او تکراري نافرمانۍ کړي.

همچنان مرسته یې هم له هغه چا سره کړې چا چې الهي اوامر په ورین تندي منلي، مصائب ګاللي او امتحانات یې زغملي.

الله تبارک وتعالی مؤمنانو ته فرمایي: اې مؤمنانو! په پوره توګه په اسلام کې داخل شئ، او دشیطان دپلونو تابعداري مکوئ(ژباړه).

دشیطان له تَتابع څخه ځان ژغورل، په کامل ایمان سره ممکن دي او الهي نصرت هم هغه مهال شونی دی، کله چې له خطایاؤ او معاصیو څخه ځان وژغورو.

سیدنا ابوبکرالصدیق رضي الله عنه په شام کې د اسلامي لښکر مشرانو ته، دهغوی ددې غوښتنې په ځواب کې چې ګویا په تېرو جګړو کې یې زیات مجاهدین شهیدان شوي، په کار ده چې کومک ورولېږي. ځوابیه لیک استوي او دا رنګه توصیه ورته کوي؛ په تحقیق سره ستاسې لیک ماته راورسېد، په کوم کې چې تاسې له ما څخه دنورو مجاهدینو دمرستې غوښتنه کړې ده.

زه تاسې ته هغه ذات درښایم چې په هر څه غالب دی، زیات مدد کونکی دی او ډېر لښکر ورکونکی دی، له همغه ذات څخه مرسته وغواړئ، بې شکه چې همدغه ذات دبدر دجنګ په ورځ هغه مهال دخپل پیغمبر مرسته وکړه، کله چې دده لښکر دمقابل لښکر پر وړاندې ډېر لېږ و.

سیدنا عمرالفاروق رضي الله عنه بیا خپلو پوځونو ته دبریا یو بل راز ورښایي

سیدنا عمر دفارس مقابلې ته دلېږل شوي امیر سیدنا سعد بن ابي وقاص ته په یوه لیک کې داسې سپارښتنې او توصیه کوي؛ زه تا او هغه لښکر ته چې له تا سره دی، په تقوا باندې امر کوم، بې شکه چې ددښمن په مقابل کې تقوا او له الله عزوجل څخه خوف، لوی تیاری او جنګي تکتیک دی

زه تاته او هغه څوک چې درسره دي، دا سپارښتنه کوم چې باید له ګناهونو مو وېره، ددښمن له وېرې زیاته وي، یقیناً چې دمؤمنانو لښکر ته دخپلو ګناهونو خطر، ددښمن له خطره زیات دی

په دې پوه شئ چې مؤمنان په دښمن، ددښمن دګناهونو او نافرمانیو په سبب غلبه مومي، که چېرې هغوی له الله څخه باغیان او مخالفت کونکي نه وای؛ هیڅ ممکنه نده چې موږ پرې برلاسي شوی وای

دهغوی شمېر تر موږ زیات دی، او وسله او غله یې تر موږ ډېره ده؛ که چېرې موږ دهغوی سره دالله څخه په نافرمانۍ کې برابر شو، بیا خو هغوی په ځواک کې پر موږ زیات دي، طبعي ده چې برېمن به وای

که غواړئ د الله عزوجل دمرستې جوګه شئ، له نافرمانۍ یې ځان وساتئ، هله به پر باطل غلبه مومئ.

کله چې دمصر فتح وځنډېده؛ عمر فاروق د اسلامي لښکر امیر عمر بن العاص ته داسې لیک ولېږه

له حمد ـ ثناء وروسته؛ زه پر دې حیران یم چې دمصر فتح ولې وروسته شوه او ځنډ پکې راغی؟

تاسې مجاهدین له څو کلونو راهیسې له دښمن سره جنګېږئ، او دا چې تر اوسه پرې بریالي نشوئ، له دې پرته بل سبب نلري چې له هغې دنیا سره مو محبت زیات شوئ دکومې سره چې ستاسې دښمنان مینه کوي.

ما تاسو ته څلور داسې سړي درولېږل (زبیر بن العوام، مقداد بن الاسود، عباده بن الصامت، او مسلمه بن مخلد، رضي الله عنهم)چې هر یو یې له زرو سره برابر دی، که پر هغوی کې داسې بدلون نه وي راغلی لکه په نورو مجاهدینو کې چې راغلی دی؛ نو کله چې زما لیک درورسېد، دمجاهدینو لښکر ته یو تقریر وکړه، ددښمن مقابلې ته یې وهڅوه او دصبر او دصفا نیت په ارزښت یې وپوهوه

دغه څلور نفر دلښکر په مخ کې وګرځوه او لښکر ته امر وکړه چې ددوی تر شاه مضبوط ودرېږئ

دا کار باید دجمعې په ورځ دزوال پر مهال وي؛ ځکه چې دا، داسې یو ساعت دی چې د الله رحمت پکې رانازلېږي او ددعاء دقبلېدو مهال دی، پر همدغه وخت ټول مجاهدین الله عز وجل ته لاس په زاریو شئ، په لوړ اواز دعاء وغواړئ او ددښمن پر وړاندې ترې مرسته او مدد وغواړئ

دلښکر امیر د امیرالمؤمنین دلیک در ورسېدو سره سم، همداسې وکړل؛ پس له دې، په لنډ وخت کې دمصر ښار دمجاهدینو قدمونه ښکل کړه

امام طبراني رحمه الله دعمر بن العاص رضي الله عنه څخه یو اوږد راویت نقل کړی.

کله چې عمر بن العاص دمصر د اسکندریې ښار په لور روانیږي او هلته د اسکندریې یو مشر یې ځان ته ورغواړي، له اوږد سوال ـ ځواب وروسته ورته وایي

موږ ته هم خپلو پیغمبرانو همدغه لارښوونې کړې وې، موږ تر هغو برېمن و تر کومه مو چې ددوی لارښوونې منلې او عملي کولې، اما کله مو چې خپل خواهشات او هوس مخکې کړل، ذلت مو برخه شو

ترڅو چې تاسې دخپل پیغمبر اوامر او مناهي منئ، تر هغو به مو هیڅوک مخې ته ټینګ نشي؛ او کله مو چې زموږ په څېر ورته شاه کړه، تل به مغلوب او دښمن درباندې غالب وي.

د اسلامي امت دویښتابه پر هیله

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button