راتلونکى ښه دى چې همداسې پټ وي

ليکونکى : امين وردګ

له موسى (عليه السلام) نه  د هغه مبارک يوه محبوب امتي و غوښتل تر څو د ده په حق کې _له الله نه _داسې غوښتنه وکړي چې له خپل راتلونکي تل خبريږي.

موسى (عليه السلام) هم دا کار وکړ ؛ خو الله پاک ورته وويل چې ؛ په دې کار کې د بندګانو خير نشته ، له دې کار نه يې واړوه.

ليکن د ده امتي ډېر شله شو .

لنډه دا چې ؛ د ده دا آرمان الله پوره کړ .

يوه ورځ خبر ورته و رسېد چې “څه وخت وروسته به ستا اسپ مري ” نو دى سم له لاسه ښار ته (سره له اسپه) روان شو او اسپ يې و پلورلو .

بل وخت خبر ورکړل شو چې “په نږدې وخت کې به ستا غلام و مري” دى بيا له غلام سره ښار ته لاړو او غلام يې هم و پلوررلو .

راغى او موسى (عليه السلام) ته يې خبر ور کړ چې ؛ دا ده ګټه ! ما کله هم په تجارت کې داسې بې ساري ګټه نه وه کړې ؛ ليکن تا راته ويل چې “پدې کار کې د خير نشته” خير نو تور وي که سپين ؟

بله ورځ خبر ورکړل شو چې “اوس ستا نوبت شو او مرې به !”

الله اکبر !

په سړي لاره ورکه شوه او موسى (عليه السلام) ته يې ور منډه کړه : اې د الله رسوله ! اوس څه و کړم ؟ هله ژر کوه ! الله ته سوال وکړه چې ؛ يو څه ((عمر)) مې نصيب کړي ! موسى (عليه السلام) مراقبه شو او وايي : اې الله ! دا څه راز دى ؟

الله ورته وايي چې (ستر د خاتمو بنده ګانو ته) په دغه پټ حالت کې لوي حکمتونه خوندي شوي دي ، موږ کله نا کله چې يوه بلا نازلوو ؛ نو د بندګانو مال نيسو ، يا مريضي پرې اېږدو ، يا داسې نور …! اما دوى نه خبروو !

دلته هم موږ لومړى ستا د خواږه امتي پر اسپ بلا نازله کړه چې هغه اسپ خرڅ کړ !

بيا مو يې پر غلام بلا نازله کړه چې هغه يې هم خرڅ کړ!

نو دا ځل ځکه پر ده شوه چې نور څه يې نه لرل .

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button