له دین څخه د ناخبرۍ بد عواقب

لیک : احمدالله حسین خیل

څه وخت مخکې اتریش کې پولیسو درې افغانان دجنسي تېري په تور نیولي او د شپږ ⑥ کالو په بند یې محکوم کړي دي

خو ځوانانو محاکمو ته ویلي: چې دوی په دې نه و خبر چې جنسي تېری جرم دی؛ خو دا خبره ډېر خطرناک اړخ لري: که دا افغانان سوچه کافران وي نو ګیله  ترې نه ده په کار او که مسلمانان وي اول خو د دوی مور اوپلار ته دا وایم:  چې تاسو څنګه مسلمانان یاست چې تر اوسه پورې مو ځامن دالله تعالی په دې لوی حکم [ چې ماشوم هم ورباندې پوهیږي ] نه دي خبر کړي

چې ګواکې “زنا ” جنسي تېری جرم او حرام نده ؟!!!!

بل خطرناک اړخ یې داده چې دکفارو پر مخ کې داسې الفاظ کارول چې په ښکاره ډول دمسلمانانو سپکاوی په کې شوی چې مسلمانان اوسه پورې دخپل دین او داسلامي لویو قوانینو نه بې برخې پاتې دي ؛

که لږ ژور فکر وکړو  دکفارو په مخ کې داسې کمزوري دلایل وړاندې کول داسلام ستر تاریخ تر پښو لاندې کول نه دي؟ چې مسلمانان د کمزورۍهغه حالت ته رسېدلي چې اوس دکفارو پر مخ کې داسې په ذلت سره د خپل پاک اسلام دومره غلطه ترجماني کوي چې په اسلامي تاریخ کې هیڅ ساری نه لري؛ خو زما مطلب له دې پوسټ نه دا نه ده چې یوازې دادرې افغانان دي چې خپله پناه دکفارو ملک ته ور وړي او داسلام خلاف څرګندونې کوي بلکې ټول هغه افغانان چې کفري هیوادونو ته پناه وړي او هلته دهغه ملک قبولي له پاره داسلام خلاف داسې له کرکې ډک الفاظ کاروي چې ګواکې دوی له اسلام او یاهم اسلامي قانون څخه ستړي شوي دې ملک ته پناه راوړې ده ؛ خو دا ټولې خبرې له دین څخه په نا خبري بله هیڅ کومه معنا نه لري ؛ خو داسې ناخبري په اسلام کې معتبره نه ده او نه هم ددین او شریعت مطهره له اړخه کومه معافي لري او نه هم کفري ملک ته تلل دوخت  ضرورت ده .

وما علینا الاالبلاغ

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button