د زندان غیږه کې!

شهید حافظ عبدالبصیر عبرت
چې ستړي ستړي رالوی کړي وي طوفان غیږه کې
هغو ته نه ورځي خوبونه د جانان غیږه کې
د هغو خلکو به څه ژوند وي د دې ځمکې په سر
چې یې د هیلو کور ویران وي د اسمان غیږه کې
په دې تکل چې ستا امیل ته به څو ستوري راوړي
هغو زلمو سرونه یووړل د ارمان غیږه کې
چې مو و سترګو ته یخني او خوشالي رابښي
هغه یوسف تر اوسه پروت دی د زندان غیږه کې
د خوږمن زړه له پرهارونو یې الهام اخیستی
هغه لاله چې را زرغون دی د بوستان غیږه کې
عبرته تا چې اوباوه په تړمو اوښکو باندې
هغه نهال اوس را نیولی دی خزان غیږه کې



