په هیواد کې د بهرنیانو شتون او د کډوالو بهیر! (کابل غږ)

ع خاموش
پر افغانستان د روسانو او بیا د امریکا د یرغل د مخه افغانان بهرنیو هیوادونو ته په کډه شوي نه دي هغه افغان به بهر هیواد ته روان و چې په دولتي کچه به په به رکې د افغانستان په نمایندګۍ په دنده وګمارل شو ویزه او پاسپورټ به ېې په لاس کې ؤ چې له هیواده به وتلو یو ځل به ېې خپله خاوره ښکل سترګې به ېې له اوښکو ډکې شوې، که په اروپایی یا نورو هیوادونو کې به ېې هر څه ژوند هوسا ؤ بیا به ېې هم ویل خپل وطن خو خپل وي.
له افغانستانه د افغان کډوالو بهیر لومړی د کمونستي رژیم له وحشتونو او بیا د امریکایی پوځونو نیونو، زنداني کولو او یا د دولت مخالفو وسله والو او بهرنیانو تر منځ د جګړو په سیمو کې له ناامنیو پیل شو.
اروپایی هیوادونو ته که یوڅه د ناامنیو خو ځوانان د بې کاریو له امله روان دي چې نور ېې اروپایی هیوادونه هم نه قبلوي له المانه یو څه افغانان وایستل شول او د نورو زرګونو افغانانو د ایستلو امکان شته؛ که څه هم د بخښنې نړیوال سازمان هڅه کوي چې نا امنه افغانستان ته د افغان کډوالو د استولو مخه ونیسي خو تر څو چې په افغانستان کې د بهرنیو پوځونو په شتون کې جګړه روانه وي، نا امني اوبې کاري له هیواده د ځوانانو د وتلو ستر لامل وي.
امنیتي سلاکار حنیف اتمر تیره ورځ په بروکسل کې رسنیوته ویلي چې له افغانستان د بهرنیو پوځونو په ستنیدا سر د کډولو بهیر زیات شوی حال دا چې پرافغانستان د بهرنیو د یرغلونو دمخه یوه افغان هم له افغانستانه کډه نه ده کړي، افغانان اروپایي هیوادونو ته د نورو هیوادونو په څیر سیل ته نه ورځي له بې کارۍ او نا امنۍ ور روان دي، د ملگرو ملتونو د یوې نوې سروې له مخې په تیر میلادي کال کې په هیواد کې ۱۱۴۱۸ ملکي وگړي وژل شوي دي.



