ملکي تلفات!

لیکنه: بدر منصور
دا خبره طبیعي ده چې په جنګ کې د جنګ د دوو اړخونو تر څنګ په کم تعداد سره ملکي کسان هم وژل کیږي، خو د ملکي کسانو ژغورنه د جنګیالو د بري سبب کېدای شي او د هغوی وژنه د جنګي اړخ د شکست او ناکامۍ سبب کېدای شي؛ دا ځکه چې ملکي کسان د هغه چا ملا تړي چې د دوی د سر او مال حفاظت کوي او د هغه چا سره د دښمنۍ طرف نیسي څوک چې د دوی په وژلو کې بې پروا وي.
تاسې به د افغانستان په روانه جګړه کې د ملکي تلفاتو په اړه د یوناما دفتر کلنی راپور هم اورېدلی، لیدلی او لوستلی وي چې د ملکي کسانو ۶۱٪ یو شپېته سلنه تلفات طالبانو ته راجع کوي، فقط ۲۴٪ سلنه صليبي اشغالګرو او د کابل ادارې ته راجع کوي چې په هغه کې هم د تلفاتو سبب طالبان ګڼي.
اوس پوښته دا ده چې یوناما بې طرفه او واقعي را پور نشروي؟ ایا یوناما د امریکایانو د خوښي پرته راپور خپروی شي؟ یوناما چیرته او څنګه راپور جوړوي؟ د دوی په راپورونو تر کومه حده باور کېدای شي؟ د دوی راپور افغان ولس ته د منلو دی؟
که حقیقت ته وګورو او د افغان ولس خولې او خبرو ته اعتبار ورکړو، دا به ثابته شي چې د یوناما راپور بې طرفه نه، یک طرفه دی دوی خپل کلنی راپور له امریکایانو او د کابل ادارې څخه اخلي، دوی د امریکایانو د اجازې پرته د یوې ورځې د راپور اجازه هم نه لري چې نشر یې کړي، د دوی راپور افغان ولس ته د اعتبار او منلو نه دی.
په افغانستان کې د صلیبي یرغل د راتګ سره سم د امریکایانو او د دوی افغانو غلامانو له خوا بې درېغه د ملکي افغانانو وژنه، ټکونه او ژوبله پیل شوه آن تر ننه روان دي؛ امریکایانو پر کلیو، ښارونو، ودونو، جنازو، غونډو او د ملکي کسانو د تجمع پر هر ځاي بمبارونه وکړل، ډېری ملکي افغانان یې د تروریزم په تور وحشي زندانونو ته ولېږل.
دا اوس د امریکانو او کابل ادارې له خوا په ټول افغانستان کې د ولسي افغانانو سره سخت وحشت روان دی، د افغانانو قتل عام شروع دی.
نور په بله برخه کې…



