په افغانستان کې اوس رښتيا جګړه بين الافغاني شوې؟!

ابو اسد غزنوي
له څه وخته چي يرغلګرو صليبيانو زموږ پر ګران وطن يرغل راوړی، له هغه وخته يې يوڅو تش په نامه مسلمانان، ايمان پلورنکي هم د ډالرو په زور د ځان ملګري کړي دي، چي د يرغل له پيله او تر نن ورځي پوري د خپلو دغو ايمان پلورونکو په مټ خپل ناروا يرغل ته جواز او ادامه ورکوي.
کوم وخت چي صليبیانو يرغل پيل کاوه دغه ايمان پلورونکو د يرغل جواز ته دغه بهانه لټوله چي امريکان زموږ وطن ابادوي، زموږ اقتصاد پياوړی کوي، زموږ اردو راجوړه وي او…
خو هغه خلګ چي تر اسلام يې د دنيا حب زيات و او يا ساده ول نه پوهيدل، هغو خلګو له همدغو ايمان پلورنکو سره دغه داعيه ومنله او د هغوی حمايت يې وکړ، ځينو خو حتی مستامنين ورته وويل، که څه هم دومره پوښتنه هيڅ يو چا ترې ونکړه چي مستامين څه معنا؟ خو په هرحال دغو ضمير پروشانو پر هغه چا د باغيانو ټاپه ولګوله، چا چې د يرغل پر وړاندي مقاومت وکړ.
خو د وخت په تيريدلو سره ډيرخلګ په دې پوه شول چي امريکايان نه زموږ اقتصاد پياوړی کوي؛ نه مو کلينک راته جوړه وي؛ او نه مو پلچک راته جوړه وي. امريکايان د اسلام ورکيدل غواړي او په څنګ کي ورسره د خپلو ګټو لاسته راوړل غواړي، همدا وجه وه چي هغه افغانانو کمو چي د امريکايانو دغه ناروا هدفونه درک کړل او هغوی چې اشغال يې نشوای زغملای، په مسلح جهاد لاس پوري کړ او د هغه چا ترڅنګ ودرېدل پر کوم چا چي امريکايي مفتيانو د باغي ټاپه لګولې وه.
وروسته چي امريکايان او ورسره داخلي ګوډاګيان په دې پوه شول چي نور مو خلګ ترڅنګ نه دريږي، نور نو خلګو زموږ اهداف درک کړي دي، نور افغانان د کفارو يرغل نشي زغملاي، نو يې د خپلو کرايه شويو ليکوالانو، مفتيانو او خبريالانو په مټ دې بهانی ته کمپاين وکړ او د کفر د يرغل د بقا لپاره يې داسي پلان پرکار واچاوه چي، اوس خو امريکايان نشته طالبان له چاسره جګړه کوي؟
د دې پوښتنې لپاره مخته هم موږ ځواب ويلی و چي جګړه بين الافغانی نده، دلته امريکايان عملا په جګړه کي دخيل دي خو دوی نه منل.
زه اوس له هغو خلګو پوښتنه لرم چي دا اوس په سنګين کي درې ډوله امريکايې الوتکې بمبارد کوي په لسهاو ملکي خلګ يې شهيدان کړل ايا دا بين الافغاني جګړه ده؟
دا څو ورځې مخکې په لشکرګا کي امريکايانو هم د هوا او هم د ځمکې له لياري جکړه کوله، ايا دې ته بين الافغاني جګړه ويلاي سو؟
په کندوز کي چي امريکايانو پر بي ګنا خلګو بمباري وکړه ايا دا بين الافغاني جګړه ده؟
موږ وايو چي دا جګړه په هيڅ صورت بين الافغاني نده، کوم څوک چي بين الافغاني ورته وايي لطفا دي زما پورتنيو پوښتنو ته ځواب ووايي!!!
په درنښت
د ازاد افغانستان په هيله!



