د سجاوند د شهيدانو ۱۸ جنازې به مې هېڅکله هېرې نه شي!

ليکوال: امين وردګ

د شپې شاوخوا 9 بجې وې چې د آمريکايي اشغالګرو ډرون، الوتکې او هليکوپترې را پيدا شوې.

لږ وروسته مو کتل چې د راکټونو درز دروز پيل شو، کله کله به د خفيفه وسلو غږونه هم ورسره تر غوږ کېدل.

شپه مو ډېره نا آرامه تېره کړه، سبا شو، يوې او بلې خوا ته مو اړيکې و نيولې تر څو له حالاتو ځان خبر کړو.

دومره پوه شوو چې د لوګر ولايت د علم او غيرت په کلي (سجاوند) باندې د غربي استکبار- چاپه وه او مولوي سنګري يې (سره له ښو ډېرو ملګرو ، عامو کليوالو او يوه ماشوم) په شهادت رسولى دى.

غوښتل مو چې ورشو؛ مګر غربيانو د سجاوند کلى مکمل محاصره کړى ٶ، نه يې کلي ته څوک ور پرېښوول او نه يې له کلي بيرون ته اجازه ورکوله.

دا ورځ همداسې په غمونو تېرېدله؛ کله به چا ويل چې د شهيدانو جسدونه يې په موټرسيکلونو پسې تړلي دي او په کوڅو کې يې کش کوي.

چا به ويل چې د شهيدانو جسدونه په پليتو لغتو باندې وهي، چا به څه ويل او چا څه؛ خو هره خبره به تر هغې بلې ځوروونکې او دردوونکې وه.

دويمه شپه راغله او شاواخوا لس بجې وې چې اشغالګر يې سره له سپيو ووتل.

دغه شپه هم په غمونو او سوچونو کې تېره شوه؛ سبا شو، لمر را وخوت، ګورو چې (مور زوى زېږولى او په لاره تللاى شي) نو د سجاوند کلي ته ور روان دى؛ که په کور کې يو دى، که دوه، يا هم درى؛ طاقت يې نشته، بس مخلوق د الله سجاوند ته ننووت.

کله چې موږ ور ورسېدلو نو کوڅې او باغونه د الله له بندګانو ډک وو؛ سمه د محشر ورځ وه؛ کله به د يوه شهيد جسد ته ورغلو، کله د بل او کله هم د هغه بل؛ هر شهيد يې په هغې خپله خټينه جونګړه کې اېښى ٶ .

قسم په الله کوم چې د هېڅ شهيد بدبويي مې تر پوزو نه شوه او هر يو به د ګل په شان ښکلى ښکارېده .

جالبه دا وه؛ چې د هره يوه څنګ ته به يې وارثان ولاړ وو؛ خلکو به مبارکي ورکوله او دوى به ويل (الحمدلله)

داسې يوه کور ته هم دننه شوو؛ چې د کوټې چت يې له پاسه په راکټ ويشتل شوى ٶ او آسمان ترې ښکارېدلو؛ د دغې کوټه په يوه کونج کې (د وړوکي ماشوم د پاره) زانګو هم تړل شوې وه؛ د دې کور يو داسې ماشوم پکې شهيد شوى ٶ؛ چې لا د ځوانۍ مستې دورې ته نه ٶ ننوتلى.

دغه ماشوم به وايي د کلي هديرې ته تيږې راوړلې.

لنډه دا چې د جنازې وخت را ورسېدلو؛ نو په ټول سجاوند کې دومره ځاى نه ٶ چې دغه (لويه او تاريخي) جنازه پکې ځاى شي؛ آخر يوې دښتې ته ووتلو او هلته مو د ۱۸ کسانو بېلې بېلې جنازې وکړلې.

پاتې دې نه وي چې يو شهيد يې سهار وختي د تنګي مجاهدې درې ته هم ترې وړى ٶ کنه ټولټال ۱۹ کسان و!

کله چې صفونه و درېدل؛ يو چا غږ وکړ چې

” حالت اضطراري دى اې خلکو! يوه جنازه به وکړو؟”

مګر زما په ګډون ډېرو خلکو په لوړ آواز نارې کړې چې

“نه نه ! بېلې بېلې به يې کوو “

زه هغه وخت دومره جذبې واخيستم؛ چې ډار او وهم يو مخ رانه تللي وو.

يوه ويل؛ واى ” ګورئ ټول به بمبار کړي په کفارو باور نشته ها وروڼو !”

يوه غږ پرې وکړ: چوپ شه! پرېږده چې زړونه يخ کړي؛ دومره څوک به پيدا شي چې خښ مو کړي؛ داسې ژوند هېڅ خوندور نه دى چې موږ يې د کفر په سيورې کې تېروو؛ تر دې بې غيرته ژوند نه مرګ ښه بولم؛ بس الله اکبر نارې پيل او آسمان ته پورته شوې.

لنډه دا چې جنازې مو بېلې بېلې ادا کړې.

وروسته بيا هغه جرنالستان را وړاندې شول؛ کوم چې له کابل نه (د راپور جوړولو د پاره) راغلي وو مګر مسلحو طالبانو سم له لاسه خپل ۱۲ کسه شهيدان له هغو شپږو ملکي شهيدانو څخه بېل کړل او جرنالستانو ته يې اجازه ور نه کړه؛ تر څو د دوى د شهيدو ملګرو ويډيو ډکه کړي.

 مسلح طالب وويل:

“زموږ هدف همدغه شهادت دى؛ نو موږ نه غواړو چې خپل شهيدان د ملکي کسانو په نوم نړۍ ته وړاندې کړو؛ موږ د هم الله دغه لوړ مقام ته و رسوي”

ما چې دغه حالت وليد؛ نو داسې سوچ راته پيدا شو؛ چې د نړۍ هېڅ طاقت به هم اصلي افغانانو ته ماتې ور نه کړلاى شي او دا مې هم زده کړل چې افغان طالبان لوړ عزم، لوى همت او ټينګه ولسي ملتيا لري.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button