د نړيوالو وحشتونو اصلي بنسټګر ملګري ملتونه دي!

ليکوال: امين وردګ

ملګري ملتونه د نړيوالو زبر ځواکونو له طرحو، استراتيژيو او پلانونو سره سم کار کوي.

ملګري ملتونه د زبر ځواکونو استثماري ټولى دى، زبر ځواکونه بيا د مخکښو پانګوالو تر تأثير او اقتدار لاندې دي؛ اوس نو چې پانګوال (د خپلو ګټو په پار) هره طرحه وړاندې کوي؛ نو زبر ځواک يې بايد عملي کړي؛ ځکه چې نړيوال زبرځواکونه د پانګوالو اجرائيه قوه ده.

زبر ځواکونه بيا (د خپلمنځي تفاهم او اړيکو په خاطر) د ملګرو ملتونو، يا (بين الملل) په نوم له يوه او بل سره ويني او بيا د استعماري ممالکو نمايندګان هم له ځانونو سره تړي؛ چې په دغه ډول دوى خپلې اصلي څېرې له خلکو پټې ساتي او د پسونو په پوست کې ښکار کوي.

تاسو وګورئ!

د برما، فلسطين، چچين، پاکستان، عراق، سوريې، مصر، ليبيا، ايران او افغانستان په ملسمانانو څه حال دى؛ ولې دا ړانده او کاڼه جدي اقدام نه کوي، يا حد اقل خپل غږ نه پورته کوي؟

مګر که د مسلمانانو له لاسه د دوى کوم عادي شخص هم په قتل ورسيږي؛ نو دوى بيا وخته خپلو هوايي ځواکونو ته امر کړى وي چې؛ هلئ هغه کلي هم بمبار کړى: په کومو کې چې د دوى مخالفينو يوه وچه ډوډۍ هم تر لاسه کړې وي.

زه وايم چې نړيوال ولې حق نه پلټي؟

دوى ولې د ناپوهۍ په تورتمونو کې ورک دي؟

که نن دغه ورځ پر مظلومو مسلمانانو راغلې ده؛ نو سبا کېداى شي دغه ورځ پر دوى هم ورشي .

زما ګيله ډېره له مسلمانانو څخه ده؛ کفار خو هسې هم هېڅکله خپل کافر ته جزا نه ورکوي.

په افغانستان، عراق او سوريه کې؛ په لکونو بې ګناه وګړي همدغو (غربي اشغالګرو) په شهادت و رسوول؛ ولې دغې دوه مخې ټولنې غوږ پرې و نه ګراوه.

سمه ده! دا منو چې په ځينو رسوا بريدونو کې به يې اعتراف کړي وي؛ لکه د پنجوايي په وحشيانه پېښه يې چې اعتراف وکړ؛ مګر هغه قاتل ته يې بيا ولې جزا ور نه کړه؟ ولې يې په ليوني و نوماوه؟

خو د مسلمانانو له مينځه به هم کوم لېونى پيدا شوى وي چې د سړک غاړو ته ماينونه خښوي او بيا د غربيانو ټانګونه د آسمان خوا ته پرې سپروي.

هو!

طالبان خود لېونيان دي؛ اوس نو د فولادو ضد هيولاګانې چا د غوړيو په پلاستيکې بوشکه سپرې کړې؟

خو  همدغه يې لېونتوب دى کنه: چې ځان مرګ ته ورکوي مګر د خپلې خښې کړل شوې بوشکې نه ليرې نه ځي او په 400 متري کې ورته ناست وي؛ چې بيا تاسو له ټانګ سره فضا ته پرې استوي.

هغه بل يې بيا تر دې لا لېونى وي؛ موټر يې له چاودېدونکو توکو ډک کړى وي او دى ورخيژي (په دغه وخت کې دومره خوشاله وي چې ته وا نېغ د خپلې ناوکۍ کوټې ته ننوزي).

يوه بل ته يې چې وګورې؛ هغه به هم ټوپک لوڅ پوڅ غاړې ته اچولى وي او ستاسو په هغو چورلکو به فيرونه کوي؛ چې ور رسېدلاى هم نه شي؛ خو د ده زړه به ورته تخڼي !

ښه نو تاسو بيا ولې د دغه لېونيانو په خاطر ټول کلي ورانوئ؟

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button