د لمونځ مسایل (۳۷مه برخه) – د لمانځه واجبات څه ته وايي –

لیکوال : م، نجم الرحمن فضلي

پوښتنه : د لمانځه واجبات څه ته وايي؟

ځواب : واجبات ديته وايي چې د لمانځه په اداء کولو کې دومره ضروري وي چې په هيره (سهوا) پاتې کيدلو سره پرې سجده سهوه واجبيږي او که قصدا پريښودل شي يا سهوه ونکړل شي نو د لمانځه دوباره کول پرې واجب دي ([1]).

د لمانځه واجبات څو دي

پوښتنه : د لمانځه واجبات څو دي؟

ځواب : څوارلس دي.

(۱) په فرض لمانځه کې اولني دوه رکعته د قرئت لپاره خاص کول.

(۲) د فرضي لمنځونو له دريم او څلورم رکعت څخه پرته د ټولو لمنځونو په هر رکعت کې سورة فاتحة لوستل.

(۳) د فرض لمنځونو په اولنيو دوو رکعتونو کې او د واجبو، سنتو او نفلو په ټولو رکعتونو کې له سورة فاتحې وروسته د يوه سورت يا د يوه لوی آيت يا د دريو وړو آيتونو لوستل.

(۴) له سورة څخه دمخه د سورة فاتحې ويل.

(۵) په قرئت، رکوع، سجدو او رکعتونو کې ترتيب قائم ساتل.

(۶) قومه ( ولاړه).

(۷) جلسه (ناسته).

(۸) د ارکانو تعديل.

(۹) اوله قاعده (ناسته) د التحيات په اندازه.

(۱۰) په دواړو قاعدو (ناستو) کې د تشهد (التحيات) لوستل.

(۱۱) امام لره په جهري لمنځونو کې په زوره او په سري لمنځونو کې په پټه د قرئت لوستل.

(۱۲) په لفظ د سلام سره د لمانځه ختمول.

(۱۳) په وترو کې د دعا قنوت لپاره تکبير او د دعا قنوت ويل.

(۱۴) د دواړو اخترونو په لمنځونو کې زيات تکبيرونه ويل ([2]).

په سنتو کې لومړى قاعده فرض دى که واجب

پوښتنه : (١) په سنت مؤکده او غير مؤکده ؤ کې او د څلور رکعتيز نفلو په مابين کې قاعده فرض دى او که نه؟.

(٢) که چيرته د ماسپښين څلور رکعته سنت يا د جمعې د څلور رکعته سنتو نيت وکړي او بيا په دوو رکعتونو باندې سلام وګرځوي نو په وروسته کې د دوو رکعتونو کول پکار دي او که د څلورو؟ همدا ډول د دوو يا څلورو کول واجب دي او که سنت؟.

(٣) که چيرته د څلور رکعته نفلو نيت وکړى شي او په دوو رکعتونو باندې سلام وګرځول شي نو لومړني دوه رکعته واجب دي او که نه؟.

ځواب : (١) په دې کې د فقهاؤ دوه قولونه دي : ځينې د فرضيت قايل دي او ځينې وايي چې کله دريم رکعت ته پورته شي نو فرض قاعده واجب شوله.

(٢) څلور به کوي او د هغو کول سنت دي واجب نه دي.

(٣) نه دي ([3]).

په روان اور ګاډي کې په ناسته لمونځ کول

پوښتنه : يو سړى په اور ګاډي کې سفر کوي او د لمانځه وخت شو، اوس دغه سړى په ناسته لمونځ کولاى شي او که نه؟.

ځواب : په اور ګاډي کې په ناسته لمونځ کول روا دي، ولو که روان وي او له دريدو څخه معذرو وي، البته قبلې ته مخ کول ضروري دي ([4]).

د ماسخوتن په څلورو رکعتونو کې قصداً يا سهواً جهر کول

 پوښتنه : که يو امام د ماسخوتن په څلورو واړو رکعتونو کې په جهر سره قرائت وکړي او سجده سهوه ونکړي نو د دې لمانځه حکم څه دى؟.

ځواب : د ماسخوتن په اخيرنيو رکعتونو کې قرائت په پټه ويل واجب دي، لهذا د همدغه پټ ويلو د ترک له امله سجده سهوه واجب دى، که دا په سهوه سره وو او که قصدا وو بيا يې راګرځول واجب دي ([5]).

د دوو سجدو په مينځ کې ناسته نکول د لمانځه د راګرځولو موجب دى

پوښتنه : که چيرته يوه کس د دوو سجدو په مينځ کې ناسته ونکړه آيا دا لمونځ کيژي؟.

ځواب : کله چې ناسته د (سبحان الله) ويلو له اندازې کمه وي نو لمونځ واجب الاعاده دى ([6]).

([1]) تعليم الاسلام، دريمه برخه : ٦٤.

([2]) تعليم الاسلام، دريمه برخه : ٦٤ – ٦٥.

([3]) فتاوى محموديه، ٥ : ٥٧٣ – ٥٧٤، بحواله : الدرالمختار، کتاب الصلوة، باب الوتر والنوافل، ج : ٢، ص : ١٢ – ١٣، ردالمحتار، کتاب الصلوة، باب الوتر والنوافل، ج : ٢، ص : ٢٩، تبيين الحقائق، کتاب الصلوة، باب الوتر والنوافل، ج : ١، ص : ٤٢٨.

([4]) فتاوى فريديه، ٢ : ٢٣٨، بحواله : هنديه، ج ک ٢، ص : ١٥٢.

([5]) فتاوى فريديه، ٢ : ٢٣٩، بحواله : هامش ردالمحتار، ج : ١، ص : ٦٩٤، ردالمحتار، ج : ١، ص : ٤٣٧.

([6]) فتاوى فريديه، ٢ : ٢٤٤، بحواله : ردالمحتار هامش الدرالمختار، ج : ١، ص : ٣٤٢، باب صفة الصلوة.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button