د پلچرخي زندان کې داعشي زندانیان؛ که د دولت لخوا داعش ته دعوت کوونکي مبلغین؟!

ډاکټر سیرت افغان

د پلچرخي زندان هغه زندان دی چې غټ قشر یې هغه رښتیني مسلمانان دي چې دین او وطن ته وفادار دي او د طالب په نامه پکې د زندان تورې او د وحشت شپې او ورځې سباکوی.

تیره دوشنبه ورځ کله چې د یو طالب زنداني ملګري د ملاقات لپاره د پلچرخي د زندان دوهم بلاک ته ولاړم؛ نو د طالبانو ملنګانه ژوند او د نور څخه ډکې څیرې واقعیت چې چا ته اللّٰه (جل جلاله) او د هغه رسول (صلی الله علیه وسلم) ور یادول او زړونو ته یې یو خاص سکون ورکوی.

له ښه ګرم‌ او خوږ مجلس څخه وروسته وایي متل دی خبره له خبرې راپیداکیږي، نو له ملګري څخه مې د داعش د کسانو په هکله وپوښتل چې آیا د داعش کسان هم زندان کې شته؟!

ویل یې هو! خو خبرو ته یې داسې دوام ورکړ ویل یې زندانیان نه دي سم رسمي داعشي دعوتګران دي.

ما ویل څنګه؟ پوه مې کړه!

ویل یې د داعش په نامه زندانیان داعش ډلې ته داسې په ښکاره او بې له کومه ډاره دعوت او خلک جذبوي لکه کوم تبلیغي چې په تبلیغي مرکز کې عام خلک لمونځ ته دعوت کوي، په داسې حال کې که چیرې د طالب د ډلې یوعالم یا طالب یو چا ته د جهاد یا بلې کومې سمې او مستقيمې لارې دعوت او تبلیغ وکړي او د امنیت کسان پرې خبر شي نه تنها چې دوسیه یې سختیږي بلکې د امنیت څلویښتم ریاست ته یې انتقالوي اوهلته به بیا د پخوانیو کمونیستانو تر ظلم او بربریت لاندې شپې سبا کوي.

د تعجب خبره یې دا وه چې ویل یې کله چې څوک داعش ته جذب شي (ور واوړي) او داعشی شي؛ نو په زندان کې ورته د ۲۵۰۰-۳۰۰۰ افغانیو معاش ورکول کیږي داسې چې په زندان کې په دومره اندازه پیسې اکثره زندانیانو ته خاصتاً چرسي او پوډري طبقې ته زیات ارزښت لري.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button