د ام المؤمنین حضرت عائشې رضی الله عنها یو څو خصوصیات

لیکوال: فضل الرحمن اغا
د حضرت عایشې صدیقې (رضي الله عنها) خصوصیات خو زیات دي یو څو يې په تفسیر معارف القران کې داسې را نقل کړي دي:
امام بغوي (رحمة الله علیه) د دې ایتونو په تفسیر کې فرمایي چې د حضرت عائشه صدیقه (رضی الله عنها) یو څو خصوصیات داسې دي کوم چې د دې څخه علاوه بلې ښځې ته نه دي نصیب شوي او حضرت عایشه (رضي الله عنها) به هم (په طور د تحدیث بالنعمة) دا شیان په فخر سره بیانول.
اول
دا چې د نبي کریم (صلی الله علیه وسلم) په نکاح کې د راتلو مخکې جبرائیل امین (علیه السلام) په یو ورېښمین ټوکر کې زما تصویر راوړی، نبي کریم (صلی الله علیه وسلم) ته راغلی او ورته يې وفرمايل چې دا ستا بي بي ده. (ترمذي عن عائشه رضی الله عنها) او په ځينو روایتونو کې دي چې جبرائيل امین په خپل ورغوي کې دا تصویر راوړی و.
دوهم
دا چې نبي کریم (صلی الله علیه وسلم) د دې څخه ماسوا د بلې پیغلې انجلۍ سره نکاح نه ده کړې.
دریم
دا چې د نبي (کریم صلی الله علیه وسلم) وفات د دې په غیږ کې وشو.
څلورم
دا چې د حضرت عائشې (رضی الله عنها) په کور کې دی مبارک (صلی الله علیه وسلم) دفن شو.
پنځم
دا چې پر نبي کریم (صلی الله علیه وسلم) به هغه وخت هم وحي نازلیده چې د حضرت عائشې (رضي الله عنها) سره به په یو بړستن کې و، بلې يوې بي بي ته دا خصوصیت نه دی حاصل شوی.
شپږم
دا چې د اسمان څخه د دې برائت، پاکي او عفت نازل شو. (په سورت نور کې)
اووم
دا چې دا د نبي کریم (صلی الله علیه وسلم) د خلیفه او نژدې ملګري (حضرت ابوبکر الصدیق رضی الله عنه) لور ده.
اتم
د هغو بیبیانو څخه ده د کمو سره چې په دنیا کې د مغفرت او رزق کریم الله تعالی وعده فرمایلې ده (سورة النور: ۲۶).(مظهري)
د حضرت عائشې صدیقې (رضی الله عنها) فقیهانه او عالمانه تحقیقات او فاضلانه تقریر په لیدو باندې حضرت موسی بن طلحه (رضی الله عنها) فرمایي چې ما د حضرت عائشې (رضی الله عنها) څخه زیاته فصیحه او بلیغه نه ده لېدلې.(رواه ترمذي)
په تفسیر قرطبي کې نقل دی چې پر حضرت یوسف (علیه السلام) تهمت ولګول شو نو؛ الله (جل جلاله) یو کوچني بچي ګویا کړی او د هغه په شاهدۍ سره يې د ده برائت ظاهر کړی، او پر حضرت مریم (علیها السلام) تهمت ولګول شو نو؛ الله (جل جلاله) د دې د زوی حضرت عیسي (علیه السلام) په شاهدۍ سره دا بري کړه او پر حضرت صدیقې (رضی الله عنها) باندې تهمت ولګول شو نو؛ الله عزوجل په قران کریم کې لس ایتونه نازل کړل او د دې د برائت اعلان يې وکړ، کوم چې د دې فضل او عزت نور هم زیات کړی.
حضرت عایشه (رضي الله عنها) یو د هغو بیبیانو څخه هم ده چې په زرګونو احادیث يې د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) څخه روایت کړي دي.



