صبر کله درد وي کله درمل

ليکوال: امين وردګ
درد او درمل دواړه يو پر بل کې ننوتي دي.
هر درد درمل لري او هر درمل درد!
لکه څرنګه چې درمل په دردونو کې پټ دي، دغسې دردونه هم په درملو کې پټ وګڼئ.
تاسو به دا فکر کوئ چې ګني دغه امين وردګ به سربادى شوى وي چې (په دردونو کې درمل لټوي)؟
خو نه! داسې نه ده؛ ځکه چې ما درمل په دردونو کې ليدلي دي !
زموږ يو ملګرى داسې دردونو را ګير کړى ٶ چې درملنه يې نه کېدله زه يې چې کله عيادت ته ورغلم؛ نو ماته يې وژړل او بيا يې نږدې ور وغوښتلم، پټ يې په غوږ کې راته وويل ” امين صاحب درد مې درمل نه لري څه وکړم ؟”
مال صبر وکړه.
واي نو صبر به څه ګټه وکړي؟
مال همدغه يې درمل دى کنه!
وايي دا درد درمل نه لري او ته وايې چې صبر يې درمل دى.
مال هو نو!
وايي نو دغه درمل به دې لږ وړاندې راته ښوولى ٶ کنه، اوس به نو ته وا څه ګټه وکړي؟
مال صبر تل درمل نه وي؛ خو همدغه بې درمله درد ته درمل ګرځي.
کله چې دغه سړى الله روغ کړ؛ نو بس يې و دغه صبر ته داسې کش ورکړ چې ته وا فقط صبر دى چې دى ژوندى ساتلاى شي.
مګر بل وخت يې بيا بل ډول شکايت راته وکړ !
واى دغه صبر خو زه د ګور غاړې ته دا دى و رسولم؛ اوس څه وکړم دا بيا څرنګه درمل تا را ښوولي و؟
مال: ما درته ويلي وو چې دغه ((صبر کله درد وي کله درمل)) خو تا نه منله.



