په پلاستیکي لوښو کې خوراک کول!

صابر خپلواک
د یوې نوې سروې له مخې چې د هندوستان په هېواد کې ترسره شوې ده، په ډاګه کوي چې په پلاستیکي لوښو کې خوراک کول د سر د ګنجي کېدو لامل کېږي.
دغه سروې چې د هندوستان په بنګلور ایالت کې شوې ده په ډاګه کوي، چې ۹۲٪ خلک چې دغه ناروغی لري په وینه کې یې د پلاسیک مکروبونه دي، په دغه سروې کې زر ناروغان لیدل شوي دي ۵۷۰ کسان نارینه او پاتې ۴۳۰ یې ښځینه دي چې د ټولو ناروغانو په وینه کې د بایی سفېنول مواد موجود و، چې دغه یاد مواد پاسټیک جوړولو کې په کارېږي.
په یادو ناروغانو کې زیات هغه کسان و چې په دفترونو کې کار کوي او په پلاستیکي لوښو کې خوراک کوي.
دغه مواد یواځې د سر ویښتان له مینځه نه وړي، بلکې د وینې نورې ناروغي هم پیدا کوي لکه: د وینې کېنسر، د وینې کموالی هم ورسره ملګری دی.
ددې ترڅنګ په پلاستيکي لوښو کې اوبه ګرمول او بیا په هغې لامبل هم بدن ته زیان رسوونکي دي.



