د حضرت موسی علیه السلام په قصه کې درسونه او سبقونه

لیکوال: مولوي محمد عطاءالحق “الموسوي”
پرلپسې څوارلسم او پنځلسم درس:
دحق داعی بايد داسې تګلاره او پلانونه ولري چې دعوت يې تل پاتې او زمانګير شي.
که خدای مکړه دی (داعي) خپله بندي شي، يا زخمي شي، يا له کومې خوا بنديز پرې ولګيږي، يا شهيد شي، يا يې کوم بل خنډ مخې ته راشي نو دعوت به يې لا روان وي او عملنامه کې به يې نيکي اضافه کيږي .
لکه وړاندې مو وويل چې : موسی ؑ چې څه وخت پيغمبر شو نو د دې له پاره چې د دعوت بهير ژر ختم نشي او هميشنی شي نو لومړی يې لاندې څلور موانع له مخې لرې کړل :
۱- د تکذيب وېره، چې فرعونيان به مې دروغژن وګڼي .
۲- د ژبې نښلېدل .
۳- ناروا ته زر زړه تنګيدل .
۴- د قتل هغه دعوه چې فرعونيانو پرې لرله .
چې دا څلور خبرې به مې د دعوت مخې ته خنډشي. لکه الله فرمايي :
﴿ قَالَ رَبِّ إِنِّي أَخَافُ أَنْ يُكَذِّبُونِ (12) وَيَضِيقُ صَدْرِي وَلَا يَنْطَلِقُ لِسَانِي فَأَرْسِلْ إِلَى هَارُونَ (13) وَلَهُمْ عَلَيَّ ذَنْبٌ فَأَخَافُ أَنْ يَقْتُلُونِ ) (الشعراء، 14).
ترجمه : هغه (موسی ؑ) وويل : ای زما ربه! بې شکه زه ويرېږم چې هغوی به مې درواغژن وګڼي. او زما زړه تنګيږي، ژبه مې (پوره) نه څرخي ، نو ته (جبرئيل ؑ ) هارون ؑ ته وروليږه (چې هغه له ما سره ملګری شي او زما تصديق کوي) او د هغوی په ما باندې يوه ګناه ( د قتل دعوه) ده ، نو ويرېږم چې ما به ( له دعوت نه مخته) ووژني .
مفسرين حضرات ليکي چې : د موسی ؑ داوېره پخپل ځان نه وه بلکې دا وېره يې د دعوت په ځنډېدو وه ، هغه داسې چې موسی ؑ دا فکر وکړ چې : فرعونيان خو متکبر او جابر خلک دي ، هغوي به مې تکذيب کوي، زما به ژبه بنديږي، پوره به يې پوهولای نشم ، نو زړه به مې ساعت په ساعت تنګيږي، په نتيجه کې به دعوت رانه پاته شي .
او هغوي په ما دقتل دعوه لري نو مخکې له دې چې زه دعوت ورکړم هغوي به ما قتل کړي او دعوت به رانه پاته شي . نو د ژبې د مشکل له پاره يې الله ﷻ ته دعا وکړه، او دنورو مشکلاتو له پاره يې د هارون ؑ ملګرتيا وغوښته چې که زه زړه تنګی يا شهيدکړل شم نو هغه (هارون ؑ) به د دعوت کار په مخ بوځي . نو دحق هرداعی بايد دېته پام وکړي، خپل دعوت هميشنی او زمانګير کړي . او د دعوت د بنديدو خنډونه او موانع له مخې لري کړي .
پنځلسم درس :
د حق داعی بايد له بېړې، بې ځايه جذباتو او غصې نه ډډه وکړي .
د حق داعی ته پکار ده چې د دعوت پر مهال له حکمت ، عطوفت ، مؤثرو حرکاتو ، نرمو خبرو او ښو اخلاقو څخه کار واخلي، له خپلو خبرو او کارونو مخکې بايد فکر وکړي چې زه بايد څنګه خبره وکړم ؟ څه ووايم ؟ او څنګه کار وکړم ؟ تر څو مې مخاطب يا مخالف لوری غصه او احساساتي نشي، بلکې غاړه کيږدې او منلو ته تيارشي . ويل کيږي : کله چې داعی له عطوفت، نرمي، زړه سوي څخه کار واخلي نو مخاطب کې يې د انفعال ( اغيزمن ) کيدلو غريزه را پاريږي چې بيا په آساني سره د خبرې منلو ته چمتو کيږي . او که داعی له سختي او غصې څخه کار واخلي د مخاطب په زړه کې د انتقام ، غچ او مقاومت جزبه را پورته کيږي چې بيا خبره پرې منل خورا ستونزمن کار دی .
که څه هم مخالف فريق هر څومره سرکشه، د غلطو عقيدو او غلطو افکارو څښتن وي د حق داعی باندې لازم دي چې له هغوي سره په همدردانه او خير خواهانه انداز له شفقت نه ډکې، نرمې خبرې او نرم چلند وکړي . د دې فائده دا وي چې مخالف لوری اړ کيږي، د فکر او تدبر موقع په لاس ورځي او دې پايلې ته رسيږي چې داعي زماخوا خوږی دی، او نهایتا يې په زړه کې يې له خدای نه وېره پيدا کيږي او د حق اتباع ته غاړه ږدي .
لکه څه وخت چې الله ﷻ حضرت موسی او هارون فرعون ته د دعوت لپاره وروليږل نو ورته ويې ويل چې : تاسې فرعون ته نرمه لهجه، پسته ، زړه نرمونکې خبره وکړئ کيدايشي هغه له فکرنه کار واخلي، متأثر شي او نصيحت قبول کړي . لکه الله ﷻ فرمايي :
﴿ فَقُوْلَا لَهُ قَوْ لًا لَيِّنًا لَعَلَّهُ يَتَذَکَّرُ اَوْ يَخْشَی ) (طه، ۴۴)
ترجمه : نو (ای موسی او هارون!) ووائي هغه (فرعون) ته پسته خبره، ښائي چې هغه پند واخلي يا وويريږي .
تاسې وګورئ ! فرعون که هرڅومره سر کشه وو خو په مقابل کې يې الله پاک موسی او هارون ته د نرمې خبرې کولو امر کوي .
د موسی ؑ د نرمي، شفقت او حکمت نه ډکې وينا يوه بېلګه.
الله ﷻ موسی ؑ ته فرمايي :
﴿ اِذْهَبْ إِلَى فِرْعَوْنَ إِنَّهُ طَغَى (17) فَقُلْ هَلْ لَكَ إِلَى أَنْ تَزَكَّى (18) وَأَهْدِيَكَ إِلَى رَبِّكَ فَتَخْشَى ) (19 النازعات).
ترجمه : فرعون ته ورشه، بې شکه هغه سرکشه شوی دی. ورته ووايه: آيا ستا دې رغبت شته چې (له شرک نه) پاک شې؟ او زه تاته ستا درب طرف ته لاره وښايم چې ته (ترې) وويرېږې؟ ( ) .
ابن قيم فرمايي : موسی ؑ فرعون ته خورا نرم، لطيف او له حکمت نه ډک بيان کړی دی . هغه داسې چې هغه ته يې د توحيد او خپل رسالت خبره يې د پېشنهاد او عريضې په بڼه ورته وړاندې کړې (آيا ته غواړې…؟)، نه د امر او الزام په شکل ( چې ته هرو مرو ځان له شرک نه پاک کړه). او تجربه په دې ګواه ده چې يو چا ته د وړانديز په صورت خبره وشي نو ډير ځله يې هغه منلو ته تياريږي، ضد نکوي . او که د امر او الزام په صورت ورته وشي نو ډير ځله بيا هغه مقابله کوی او منلو ته نه تياريږي.
بل دا چې د تزکيې پېشنهاد يې ورته کړی ﴿ هَلْ لَكَ إِلَى أَنْ تَزَكَّى) (النازعات 18) او تزکيه داسې شی ده چې هرڅوک يې غواړي، ځکه تزکيه طهارت ، برکت ، ګټې او زياتوالي ته ويل کيږي او دا شيان هر هوښيار انسان خوښوي . نو که فرعون کې لږ عقل هم وای نو د موسی خبره به يې نه ردوله بلکې منلې به يې وه .
درېيم دا چې موسی ؑ هدايت خپل ځان ته او تزکيه يې فرعون ته منسوب کړې . ﴿ تَزَكَّى. وَأَهْدِيَكَ ) يعني زه به لار ښوونه درته وکړم او ته تزکيه واخله . د خبرې دا انداز په ډېرې خير خواهي او زياتې مهرباني او شفقت دلالت کوي . دا داسې ده لکه يو سړی بل ته ووايي: زه به درته مخکې شم د سرو زرو يوې خزانې ته به دې ورولم، چې ستا څه خوښ وي هغه ترې خله!. ( )
د فرعون په څير سرکشه، جبار، کبرجن او ظالم شخص چې د الوهيت دعوه يې کړې وه، دبنی اسرائيلو له ښځو يې وينځې، له سړيو څخه يې غلامان جوړ کړي وو او دا خو لا څه چې د خپل ځان د ژغورنې په موخه په زرګونو بنی اسرائيلي کوچنيان له چړې تېر کړي وو، د دا ډول مجرم په اړه هم الله ﷻ موسی او هارون ته د نرمې خبرې کولو امر کوي ورته فرمايي چې: فرعون ته نرمه خبره وکړئ ترڅو هغه ته د غور او فکر موقع په لاس ورشي. سره له دې چې الله ﷻ په دې عالم وو چې فرعون ازلي بد مرغه او سرکشه دی، له خپلې ګمراهۍ نه په شا کيدونکی نه دی، خو بيا يې هم خپل استازي د حق دا عيان (پيغمبران ) د دې اصولو پابند ګرځول چې فرعون ته نرمه خبره وکړي ترڅو هغه ته د فکر او تدبر موقع په لاس ورشي. له دې نه معلوميږي چې له خلکو سره د موقع مطابق نرم سلوک مهم او ګټور شی ده .
موږ په نرمي ، مينه محبت ، ښه سلوک ، افهام تفهيم او مناسبې کړنلارې کولای شو چې د خپلې خوښې ماحول برابر کړو او خپلې خبرې په خلکو ومنو .
نن صبا چې ډير عالمان ، مجاهدين او دحق نور داعيان له خلکو نه سر ټکوي او وايي چې : خلکو باندې خبره او دعوت اثر نکوي .
د دې يولوی لامل همدا ده چې زموږ د دعوت په بهير کې له حکمت نه کار نه اخيستل کيږي ، دا او دېته ورته نور د دعوت نور اصول نه مراعات کيږي ، قصور د هغه چا نه وي چې خبره نه مني ، بلکې قصور د هغه چا وي چې په سمه توګه دعوت نه کوي .
نو بايد د حق داعيان دې اصل ته ډير پام وکړي او عملي يې کړي، له خلکو سره نرم سلوک وکړي ، له حسنه اخلاقو کار واخلي او په نرمه لهجه د الله ﷻ دين ته خلک را وبولي .
هوکې! کله ناکله له موقع سره مناسب د حق داعي کولای شي چې له غصې او سختي څخه کار واخلي . دا هغه وخت چې دی پوهيږي چې اوس غصه او سخته خبره مفيده او ګټوره ده . لکه په ډيرو مواقعو کې د نبیﷺ غصه ، قهر او سختي هم ذکر شوې ده .
يوه د پام وړ او ضروري خبره چې بايد ورته ځير شو داهم ده چې دلته دوه بيل ، بيل شيان دي ، يو دا چې په نرمي او حکمت سره خپل دعوت او خپله خبره تر يو چا رسول دي او بل د نرمي ، حکمت عملي، سياست، دملک او خاورې دفاع او نورو شعارونو او عنوانونو لاندې د اسلام د اساساتو ، عقائدو ، فرائضو او ارزښتونو باندې پښې کېښودل او د خپل منصب ، چوکۍ او دنيا له پاره له چا سره نا جائزه نرمي، مداهنت، سستي او لا پرواهي کول دي ، چې دا په اسلام کې له سره جائز نه دي ، ځکه الله ﷻ نبی ﷺ له داسې کولو څخه منع کړی دی . الله پاکﷻ فرمايي :
﴿ فَلَا تُطِعِ الْمُكَذِّبِينَ (8) وَدُّوا لَوْ تُدْهِنُ فَيُدْهِنُونَ ) (القلم، 9).
ترجمه : نو د مکذبينو خبره مه منه، دوی خوښوي چې ته (له دوي سره) نرمي وکړې، نو دوی به هم (له تاسره ) نرمي وکړي .
خبره داسې وه چې مکې کافرانو له سيدالرسل ﷺ نه وغوښتل چې ته زموږ د بوتانو په اړه دا سخته رويه پريږده، د هغوی بد مه وايه، موږ به هم ستا په الله ﷻ او ستا په دين تعرض نه کوو . امکان لري چې د ښه نيت او عظيمو اخلاقو په بناء د نبی ﷺ دېته يوڅه ميلان پيدا شوی وي چې که د يو څه مودې له پاره نرمي ښکاره کړو نو کيدای شي څه فائده وکړي؟. نو سمدلاسه الله ﷻ تنبيه ورکړه چې د دوی در واغژنو خبرو ته غوږ مه ږده او دا معامله مه ورسره کوه . ځکه د اسلامي اساساتو، شعائرو او فرائضو په اړه يې له چا سره سازش او بې ځايه نرمي نده روا .



