فاسد نظام او فاسد چارواکي (خاطره)

جلالي ملنګ
د غلو یوې ډلې څه موده مخکې زما له تره (کاکا) څخه د خوست ښار له منځه موټر غلا کړ.
له ډېرو منډو تړو وروسته مې کاکا ته چا ویلي وو، چې د ملي امنیت له رئیس سره وګوره هغه به در سره مرسته وکړي.
کاکا او پلارجان مې د ملي امنیت رئیس ته ورغله، هغه ورته ټولې د موټر نښې نښانې ښودلې وې او ۱۰۰۰۰ روپۍ یې د شیریني په پلمه ترې اخیستې وې، په بدل کې یې د هغه غله د تلیفون شمیره ور کړې وه چې زما د کاکا موټر یې غلاکړی و.
غله سره له خبرو اترو وروسته غله د موټر په سر دومره بونګه (قیمت) غوښت چې څو ورځې مخكې مې تره موټر له هغه قیمت څخه هم ارزانه اخیستی و.
تره مې دومره لوړ قیمت ځکه په ځان ومانه چې کوندې وي هغه دریمګړی چې غل یې په لاس پسې اخلي معلوم کړي او حکومت ته یې وسپاري.
کیسه هغه وخت نوره هم د تعجب وړ شوه چې غلو پیسې هم د ملی امنیت د رئیس په لاس وغوښتې او کاکا مې نور ځکه له موټر لاسونه پرېمنځل او په زړه یې د صبر یو غټ کاڼی کیښود چې دخپل موټر د بیا اخیستو وس یې نه درلود.
او هغه لس زره روپۍ چې کاکا مې رئیس ته د شیريني په نوم ورکړې وې په هغو هم د فاسد نظام فاسد چارواکي نور هم وپړسیدل او د ولس په ستوني پښې کیښودلو ته ښه څرب شول.


