جمعه, مې 1, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home غير مصنف

اقتصادي که صلیبي جګړه؟!

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
مارچ 10, 2017
کټګوریانې: غير مصنف
0
11
ځلې شریک شوی
137
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

فاتح کاروان

د اسلام او کفر ترمنځ روانه جګړه اقتصادي جګړه نه ده. اقتصادي جګړه خو به هغه وخت وه چې روس او امریکا، چین او هند،  کوریا او چین، هند او پاکستان یا یو له دغو دوو څخه په خپلو کې نښتي وای؛ دلته خو کیسه بل ډول ده په قصدي توګه یواځې اسلامي هېوادونه د جګړو په تاوده ډګر بدل شوي دي.

دا هم ولولئ

د اقتصاد وزیر د CRS مرستندویه ادارې له مشر سره د بېرته راستنو شوو خلکو د ستونزو او بشري مرستو پر دوام خبرې کړي

په غزه کې د ډزو له امله يو اسرائيلي پوځي مرګونی ټپي شوی

پاکستان او افغانستان په ګډه د تګ راتګ لپاره کاري ټیم جوړ کړی

دا سمه ده چې امریکا به د عراق تېلو او د افغانستان غني زیرمو ته سترګې خړې کړي وي؛ خو روسیه له سوریې او چیچنیا څه غواړي؟ چین له ایغور مسلمانانو څه غواړي؟ امریکا له سوډان څه غواړي؟ که د چا عقل مسخ شوی نه وي، که یې پر مغزو د شیطاني میډیا پیریان نه وي ناست؛ په واز کومې به ومني چې هو! روانه جګړه د اسلام پر ضد پیل شوی صلیبي جګړه ده، خو د نورو صلیبي جګړو برعکس دا ځل نصرانیان د دجال د راتلو په تمه د یهودو سره ملتیا کوي، دا ځل د ټولې نړۍ جګړې یهودیان رهبري کوي.

کله کله خو سړي ته تعجب ودریږي چې دا ملګري ملتونه اخر د کومې ښې شول؟ د ایغور، چیچن، برما، منځنۍ افریقا، نایجیریا او فلپین د مسلمانانو لپاره، خو یې یو پریکړه لیک هم صادر نه کړ؛ مګر هغه د فلسطین لپاره چې یې صادر کړي و هغه هم امریکا د ویټو په لغته ووهل او یواځې د کاغذ پرمخ تاریخ تېرې کیسې شوی؛ نو له دې وروسته به هم څوک د ملګرو ملتونو په منشور غولیږي؟

او بده لا دا چې اوس هم داسې د عقل دښمنان شته چې د افغانستان اشغال ته د اشغال په سترګه نه ګوري بلکې وایي چې افغانستان ته بهرني عسکر د ملګرو ملتونو په خوښه راغلي، د دوی مطلب دا دی چې نعوذ باالله د ځمکې خدایان همدا د ملګرو ملتونو د امنیت شوری غړي دي هغه هم فرانسوي یهودیان، روسي دهریان، چینایي دهریان، انګلیسي او امریکایي صلیبیان.

دوی حق لري چې د کوم هېواد د بمبارولو اجازت ورکوي او که پرې اقتصادي بندیزونه لګوي په دې شرط چې اسلامي هېواد وي، نو ملامتیا نشته پرې ځکه چې ځمکه د دوی ده!!

د عقل نه کارول دغلته معلومیږي چې یو څوک ځانته مسلمان وایي؛ خو بیا هم د ملګرو ملتونو په پالیسۍ تېر وځي. هغه پالیسي چې درست اسلامي امت یې د جګړو قرباني کړی او چېرته چې جګړې دي اسلامي هېوادونو ته یې راوړي دي.

حقیقت خو دا دی چې امریکا دغه د ملګرو ملتونو اداره په خپلو لاسو کې اخیستې لومړې له همدې لارې پر هېوادونو بندیزونه لګوي لکه افغانستان او عراق باندې یې چې ولګول او وروسته پرې هجوم وروړي؛ بیا نو د جګړو مصارف، د نصرانیت د تبلیغ مصارف، د آزادۍ د مقاومتونو د ځپلو، هلته د فحاشۍ، ارتداد، قومي، سمتي او لساني تعصبونو د را پارولو، د اکثریت خلاف د اقلیتونو د را پاڅولو، د اسلامي مرکزونو د ړنګولو او په ټوله کې په اشغال شویو سیمو کې د اسلامپالو د ځواک د مخنیوي د هڅو مصارف همدغه ملګري ملتونه ورکوي، د ایمان او وجدان څښتنان د دې معاملې په حقیقت ښه خبر دي.

دا نن چې په برما کې د مسلمانانو عام وژنه کېږي امریکا او ملګري ملتونه، خو څه چې هغه تش په نوم مسلمانان هم پرې خاموش دي کوم چې د اسلامي مقاومتونو په غندلو کې د یهودو او نصرانیانو نه وړاندې روان دي، مګر که دا سبا ورځ په برما کې یو اسلامي تنظیم او حرکت په جهادي مقاومتي هڅو پیل وکړ، بیا به تاسو ګورئ همدا امریکایان، ملګري ملتونه او تش په نوم مسلمان روشن فکران به په یوه خوله پر هغه حرکت د تروریزم نوم ږدي او فعالان به یې په شلو بدو نومونو نوموي، بندیزونه پرې لګوي او نړۍ ته به یې ظالمان ورپېژني، لکه څنګه چې مخکې دوی همدا ناوړه کړنه په وار وار د نورو اسلامي حرکتونو په حق کې ترسره کړی ده.

امریکایان د ټولې نړۍ د جګړو مسؤل دي، مګر دومره جرأت په ملګرو ملتونو یا د دوی په هغو پلویانو کې چې ځان ته د بشر دوستانو خطاب کوي نشته چې امریکایي عسکر ترهګر وګڼي!! دا خبره د چا په خیال او وهم کې هم نه راګرځي دوی؛ خو یواځې د اسلامي غورځنګونو ټکولو ته کار ویلې په دې جرم چې ولې د خپلو هېوادونو د آزادۍ لپاره د امریکا خلاف جګړه کوي؟!

لږ دلته نږدې په چین کې وګورئ چې د ایغور یا شرقي ترکستان او سینګیانګ ایالت مسلمانان یې د څومره ظلم لاندې نیولي، دومره ظلم چې د لمونځ کولو، اسلامي نکاح، اسلامي حجاب اغوستلو، روژې نیولو، ګیرې پرېښودلو، حج کولو او د دیني مدرسو یا حلقو جوړولو اجازه هم ورته نشته.

 د فرصت په موندلو به درته یو درجن تاریخي او فعلي شواهد د دوستانو سره شریک کړو چې چین د نړۍ تر ټولو وحشي حکومت لري آن د روس او امریکا نه هم وحشي؛ خو د یو مسلمان په صفت د ایغور د مسلمانانو په حق کې نه دا چې اسلامي هېوادونو غږ نه دی پورته کړی بلکې وخت نا وخت یې د ترکستان مسلمانان هم لاس نیولي چینایانو ته بېرته سپارلي کوم مسلمانان چې د چینایانو د ظلم نه تښتېدلي وو، ښه مثال یې د حامد کرزي په وخت کې او د اشرف غني د دورې په پیل کې په بدخشان کې د نیول شویو ترکستاني مسلمانانو بیرته چین ته سپارل وو.

 ملګري ملتونه، د بشري حقوقو سازمانونه او اسلامي کانفرانس دا ټول نن خاموش دي؛ خو که سبا ورځ د ایغور مسلمانو مقاومت کوونکو لخوا د مقاومت څپو زور واخیست تر هر چا وړاندې به زموږ د هېواد د ډیموکراتانو په شمول د اسلامي هېوادونو په منځ کې فعال تغریبي تنظیمونه دغه مقاومت غندي او مقاومت کوونکي به ترهګر نوموي د فلسطین قضیه ستاسو په مخ کې ده؛ داسې ګڼ نور مثالونه هم شته چې د امریکا لخوا روانه جګړه موږ ته ښه تشریح کوي تر څو موږ پوه شو چې روانه جګړه د اسلام او کفر جګړه ده، متحد کفر په بې اتفاقه اسلامي نړۍ هجوم ور وړی، در ګرده اسلامي ځمکې لاندې کوي، اسلامي تحریکونه ځپي او په اسلامي هېوادونو کې د خپلو لاسپوڅو او سیکولر عناصرو څخه جوړ حکومتونه منځ ته راوړي؛ تر څو په همدې توګه اسلامي نړۍ محکومه وساتي او پرینږدي چې مسلمان امت سره متحد او د خپل حق د پوښتنې جوګه شي.

تر کومه ځایه چې د تش په نوم مسلمانانو خبره ده، نو د دوی اذهان مغشوش، فکرونه یې مستعمره او ضمیرونه یې وژل شوي دي؛ ځکه خو د اسلامي حرکتونو غړي باید د دوی پروپاګند ته په هماغه نظر وګوري په کوم نظر چې د دجالي رسنیو او مطبوعاتو پروپاګند ته ګوري.

 بېشکه چې بری به د اسلام د پیروانو او رښتوني مؤمنانو وي.

د نړیوال کفر د بشپړ شکست په هیله!

مخکینې مطلب

وخت غواړو!

بل مطلب

د فکري سنګر ځوانانو بریمن یاست !!

ځانګړي مطالب

افغانستان

د اقتصاد وزیر د CRS مرستندویه ادارې له مشر سره د بېرته راستنو شوو خلکو د ستونزو او بشري مرستو پر دوام خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
فبروري 9, 2026
خبرونه

په غزه کې د ډزو له امله يو اسرائيلي پوځي مرګونی ټپي شوی

نشرونکی: ح جلال
جنوري 15, 2026
غير مصنف

پاکستان او افغانستان په ګډه د تګ راتګ لپاره کاري ټیم جوړ کړی

نشرونکی: احسان تکل
جون 3, 2023
افغانستان

يوې چینایي کمپنۍ سره د امو سیند د حوزې د تېلو استخراج قرارداد لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
جنوري 5, 2023
غير مصنف

خلیلزاد له دوحې وروسته پاکستان ته تللی

نشرونکی: عاصم
دسمبر 13, 2019

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

نظرپوښتنه: د ولسمشر ټرمپ محبوبیت تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د امریکا د سمندري محاصرې ماتې؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷ کښتۍ له هرمز تنګي تېرې شوې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com