طالب الهام
وخت غواړو د ژوند امتحان پاتې دى
دار وي که کمند امتحان پاتې دى
ښکيل چې نه شي بيا د هوس لومو کې
عقل ته د پند امتحان پاتې دى
اخلو به امتياز ورنه په ښه انداز
عشق ته سر بلند امتحان پاتې دى
لا به علماء راځي دې عصر کې
لا د سمرقند امتحان پاتې دى
دامقدمه عنوان يې وړاندې دى
يو نه دی څو چند امتحان پاتې دى
سپین ايماني زړه د ګران طالب الهام
عشق کړ کلا بند امتحان پاتې دى


















