راځئ چې اتحاد وکړو

لیکوال: مولوي سید فیض محمد
(عن ابی الدرداء رضی الله عنه قال قال رسول الله ص الااخبرکم بافضل من درجة الصیام والصلوت والصدقة قالو بلی قال اصلاح ذات البین فان الفسادذات البین هی الحالقة)
ژباړه:
له حضرت ابوالدرداء رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل ایا تاسو خبرکړم د داسې عمل نه چې تر روژې، لمانځه او صدقې یې درجې لوړې دي؟ صحابه کرامو وویل هو یارسول الله. نوپیغمبر صلی الله علیه وسلم وفرمایل هغه عمل د خلګو تر منځ سوله او جوړښت راوستل دي خپلمنځي اختلاف دین له منځه وړي.
د پورتني حدیث څخه معلومیږي چې د اسلام د خصوصیاتو یو هم د کورنیو، قومونو او نژادونو ترمنځ اتفاق، ورورګلوي او یو بل سره په کړنو همغږي رامنځ ته کول او ټینګول دي.
کوم عمل چې دغه وحدت ته زیان رسوي او یا یې کمزوری کوي د اسلام مقدس دین د هغه د له منځه وړلو ټولې لاري په ډیر دقت سره په ګوته کړې. که فکر وکړو په اوسني وخت کې تاوتریخوالی، عدم استقرار، ناامني، بې قانوني، غیرشرعي اعمال، قومي ژبني فرهنګی نفرتونه د جنګ سالارانو، زورواکانو او قاچاقبرانو او د بشر د حقوقو ناقضینو زیاتیدل اتفاق ته لوی ګواښ دی؛ نو د یو سالمې فعالې شرعي مدنې ټولنې وجود ته چې په هغه کې د اسلام ټول حقوق ساتلي وي د وګړو په منځ کې جوړښت یا سوله لازمي شرط دی دا چې موږ په ملک کې علماء، متنفذین او قومي مشران لرو باید زیار وباسو چې د وګړو په منځ کې اتحاد او اتفاق ته لاره جوړه کړو او د ټول ملت غوښتنه همدا ده چې د فوق الذکر حدیث باندې عمل وکړو تر څو د بهرنیانو او داخلي نا اهله مشرانو د دسیسو ښکار نه شو.


