د حضرت موسی علیه السلام په قصه کې درسونه او سبقونه

لیکوال: مولوي محمد عطاءالحق “الموسوي”

نشر او ترتیب: رائد

پرلپسې شپاړسم درس 

د حق داعی بايد هڅه وکړي چې په خلکو کې محبوبيت پيدا کړي.

او د هغوي اعتبار تر لاسه کړي . دا سې چې خلک د ده خبرې ته اعتبار ورکړي، يقين پرې وکړي او ښه يې ياد کړي. دا کار د ده له دعوت او هدف ته له رسيدو سره مرسته کوي .

الله ﷻ سورت طه کې په موسی ؑ باندې کړي انعامونه يادوي، يو انعام الله ﷻ دا ورته يادوي چې : له خپل لوري مو په دغه وخت کې د مخلوق په زړه کې ستا محبت وا چاوه چې هر ليدونکي به له تا سره مينه او محبت کاوه . لکه الله ﷻ ورته فرمايي :

﴿وَ اَلْقَيتُ عَلَيْکَ مَحَبَّةً مِنِّيْ)  (سورت طه۴۹)

ترجمه : او اچولی مې وو په تا محبوبيت له خپل لوري .

همدا لامل وو چې څه وخت د موسی ؑ  صندق د خپل دښمن (فرعون) کورته ننوت نو د فرعون او دهغه د کور دخلکو په ده مينه پيدا شوه او موسی ؑ يې کورته دننه کړ . دا هغه مهال وو چې فرعون د خپلې وېرې له امله ماشومان ذبحه کول ، څو ځله يې د موسی  ؑ د ذبحې اراده هم وکړه خو د خلکو په زړه کې له موسی ؑ سره همدا مينه او محبت وو چې د موسی ؑ د ذبحې مخه يې ونيوله . او هماغه کوچنی چې فرعون يې له وېرې ماشومان ذبحه کول د ده په کور کې وروزل شو او ستر شو .

همدا راز د حق يو بل ستر داعی حضرت ابراهيم ؑ له الله ﷻ څخه غواړي چې: د خلکو په منځ کې ماته ښه ياد ، ښه آوازه او ښه تذکره رانصيب کړه چې خلک مې ښه يادوي . لکه الله ﷻ فرمايي :

﴿ وَاجْعَلْ لِيْ لِسَانَ صِدْقٍ فِيْ الْآخِرِيْنَ )  (الشعراء، 84)

ترجمه:  او (ابراهيم ؑ وويل چې) په ورستنيو خلکو کې ماته ښه ياد نصيب که .

همدا راز څه وخت چې ابراهيم ؑ  خپله ځوانه بی بي (هاجر) او کوچنی بچی (اسماعيل ؑ) د مکې مکرمې په وچو غرونو، بيابان او ريګستان کې د الله په امر يواځې پرېښول او خپله بېرته شام ته ستون شو نو الله پاک ﷻ ته يې سوال وکړ چې يارب! د دوي لوري ته د خلکو زړونو مائل کړه چې راشي او دلته آباد شي او دوی ته مېوې، غلې دانې ورنصيب کړه . لکه الله ﷻ فرمايي :

﴿فَاجْعَلْ أَفْئِدَةً مِنَ النَّاسِ تَهْوِي إِلَيْهِمْ وَارْزُقْهُمْ مِنَ الثَّمَرَاتِ لَعَلَّهُمْ يَشْكُرُونَ) (سورت ابراهيم، 37).

  ترجمه : نو (ای الله! زما د اولادې لوري ته) د ځينې خلکو زړونه وګرځوه چې هغوي ته مائل شي ، او له ميوو څخه هغوی ته روزي ور په برخه کړه ښايي چې هغوي شکر وباسي .

همداراز په مأثورو دعاګانو کې د نبی ﷺ  يوه دعا نقل شوې چې: ﴿اللهم اجْعَلْنِيْ شَكُوْرًا، وَاجْعَلْنِيْ صَبُوْرًا، وَاجْعَلْنِيْ فِيْ عَيْنِيْ صَغِيْرًا وَفِيْ أَعْيُنِ النَّاسِ كَبِيْرًا) 

امام مسلم رحمه الله په خپل سند سره له ابو هريرة رضی الله عنه نه يو اوږد حديث روايت کړی ، په يوه برخه کې يې راغلي چې ابو هريرة حضرت نبی ﷺ ته وايی :

يَا رَسُولَ اللَّهِ ادْعُ اللَّهَ أَنْ يُحَبِّبَنِى أَنَا وَأُمِّى إِلَى عِبَادِهِ الْمُؤْمِنِينَ وَيُحَبِّبَهُمْ إِلَيْنَا.

ژباړه: ای د الله رسوله! له الله نه وغواړه چې ما او زما مور خپلو مؤمنانو بندګانو ته محبوب کړي او هغوي ( مؤمنان بنده ګان) موږ ته را محبوب کړي .

ابو هريرة وايي: نبی صلی الله عليه وسلم دا دعا وکړه . نو (اوس) يو مؤمن نه پيدا کيږي چې زما په اړه اوري او ما ويني مګر هغه له ما سره محبت کوي . لکه هغه وايي: فَمَا خُلِقَ مُؤْمِنٌ يَسْمَعُ بِى وَلاَ يَرَانِى إِلاَّ أَحَبَّنِى.( )

نو د حق داعی بايد داسې افعال او کردار خپل کړي چې خلک پرې راټول شي په خلکو کې محبوبيت پيدا کړي، خبره يې واوري، ويې مني . بايد له داسې اعمالو او اخلاقو ځان وژغوري چې د ده شخصيت عيبجن کوي، متهم يې ګرځوي، بدناموي يې او د خلکو د کرکې او نفرت لامل ګرځي .

يادونه:

که څه هم د منصب، شهرت او مرتبې غوښتنه په شريعت کې مذمومه ده ځکه په آخرت کې د کاميابی وعده الله له هغه چا سره کړې ده چې په دنيا کې د دې شيونو غوښتونکی نوي لکه اللهﷻ فرمايي :

﴿تِلْكَ الدَّارُ الْآخِرَةُ نَجْعَلُهَا لِلَّذِينَ لَا يُرِيدُونَ عُلُوًّا فِي الْأَرْضِ وَلَا فَسَادًا)  (القصص، 83).

ترجمه: دغه د آخرت کور موږ هغه چاته ورکوو چې په ځمکه کې نه (خپله) لوئي غواړي او نه فساد کوي .

خو که چېرته دا شهرت او مرتبه دين ته دخدمت له پاره وي نو بيا يې طلب منع نده، يعنی غرض  يې له مرتبې او شهرت نه دنيوی نفع نوي بلکه آخرت او هغه ته د خپل ځان او د خلکو تيارول يې مقصد وي هغه بيا مذموم نده او د انبياوو مطلب هم همدا دی .

په خلکو کې محبوبيت په اخلاص، تقوی، ديانت اسلام او مسلمانانو ته په رښتوني خدمت پيدا کيږي. يعنی څه وخت چې د يو چا ايمان او صالح اعمال مکمل شي، او د باندينيو مهلکاتو ( ريا، صمعت، او…او…) نه خالي شي نو بيا د دغه ايمان او صالح عمل ځانګړنه دا ده چې د مخلوقاتو په زړونو کې الله ﷻ د دغه شخص محبت پيدا کوي . لکه الله ﷻ فرمايي :

﴿إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ سَيَجْعَلُ لَهُمُ الرَّحْمَنُ وُدًّا)  [مريم: 96].

نور بیا..

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button