غنم زړګی!

تسل عزام

ستا د رانجو زما د نم قصه لا ختمه نه ده

نړۍ مې هیره ده د چم قصه لا ختمه نه ده

د څوارلسم سپوږمۍ د خړ کلي پر بام وخته

د دوولسم او دیارلسم قصه لا ختمه نه ده

تا په خندا باندې ورځ تیره کړه په خوب باندې شپه

په ما خبر یې زما د غم قصه لا ختمه نه ده

مرور نه یم مجبورې ده کلی چیرې پریږدم

بیرته راځم  بیرته راځم قصه لا ختمه نه ده

موږ له سور غره ورخلاص نه یو زموږ پامیر قبضه دی

بې بریتو یاره د تورخم قصه لا ختمه نه ده

د زړه غوټۍ می د خزان پنجو کې ژړې شولې

ستا د زلفانو د شبنم قصه لا ختمه نه ده

کابل زړګی مې ستا د سترګو انجینر ورانوي

د باڼوګانو د دوستم قصه لاختمه نه ده

تسل په تا پسې جانانه بې تسله ګرځی

ګوګل زخمي زړګی غنم قصه لا ختمه نه ده

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button