د نړۍ پای (۳۸مه برخه)

۶۴- احمق او جاهل به له ټولو زيات خوشحال وي
د قيامت له نښانو څخه دا هم ده چې يوه داسې زمانه به راشي په کومه کې به چې رښتيا دروغ او دروغ به رښتيا ګڼل کيږي، په خاين به د امانتدار ګمان کيږي، په امانتدار به د خاين شک کيږي، د خلکو قيادت به بې وقوف انسان کوي او ټولې ذمه وارۍ به نا اهلو ته وسپارل شي.
له حضرت انس بن مالک رضی الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي:
لاتقوم الساعة حتى يكون أسعد الناس بالدنيا لكع ابن لكع ([1]).
ژباړه :
قيامت تر هغه وخته نه راځي تر څو چې امير ترين سړی هغه څوک جوړ نشي کوم چې احمق ابن احمق او جاهل ابن جاهل نه وي.
نبي کريم صلی الله علیه وسلم دا هم فرمايلي:
يوشك ان يغلب على الدنيا لكع بن لكع ([2]).
ژباړه : نږدې ده چې په دنيا باندې جاهل او احمقان غلبه وکړي.
نبي کريم صلی الله علیه وسلم دا هم فرمايلي:
لاتذهب الدنيا حتی تصير للکع ابن لکع ([3]).
ژباړه :
دنيا نه ختميږي تر څو چې دا ټولنه د احمقو خلکو په ملکيت کې نشي.
لکع ابن لکع : دا هغه څوک دي چې د بد اخلاقي له امله هيڅوک د هغه صفت نه کوي، د عربو په نزد يې معنا ده بد غلام، د لکع لفظ په حماقت او جهالت کې استعماليږي او په عربي ژبه کې سړي ته لکع او ښځې ته لکاع ويل کيږي.
د قرب قيامت په زمانه کې به داسې خلک تر ټولو ډير زيات خوشحال وي، له هغوی سره به ډير مال، موټرې او لوی لوی (وسيع) کورونه وي، له هغوی سره به دومره ډير دولت له دې امله وي چې دوی به تر ټولو ډير احمق او جاهلان وي او په هره روا او ناروا طريقه به مال ګټي او جمعه کوي، دوی به د خلکو د خواهشاتو مطابق له هغوی سره معاملې کوي او دنيا (پيسې) به ګټي.
۶۵ مساجد (جوماتونه) به د لارو په څير استعماليږي
د دې معنا دا ده چې يو سړی به له يوه لوري څخه بل لوري ته مسجد (جومات) د لارې په توګه استعمالوي، د هغه تعلق به له لمانځه او جومات سره نه وي، يعنې په آخره زمانه کې به جوماتونه له لمانځه څخه زيات د لارو په توګه استعماليږي.
۶۶ ۶۷ په حق مهر او د آسونو په قيمت کې به لومړی ډير زياتوالی او بيا به ډير کم والی راشي
خارجه بن صلت برجمي ويلي:
زه او حضرت عبد الله بن مسعود رضی الله عنه يو ځای د هغه له کور څخه ووتلو کله چې خلک د رکوع په حالت کې وو، مونږ په ليږ فاصله کې د رکوع په حالت کې وو او په دې حالت کې ولاړو او په صف کې ودريدو، کله چې له لمانځه څخه فارغ شوو نو يو سړی راغی او وې ويل : اې ابو عبد الرحمن ! په تا سلام، حضرت عبد الله بن مسعود رضی الله عنه وويل : الله اکبر ! الله او د هغه رسول رښتيا ويلي، ما د لمانځه له اداء کولو وروسته ورته وويل : ابو عبد الرحمن ! آيا د هغه سړي سلام ته پريشانه کړې؟ هغه راته وويل : هو، د نبي کريم صلی الله علیه وسلم په زمانه کې دا ويل کيدل چې د قيامت له نښانو څخه دا هم ده چې له مساجدو (جوماتونو) څخه به ګزرګاه جوړه کړی شي، يو انسان به يواځې شناخته سړي ته سلام کوي، ښځه او سړی به يو ځای تجارت کوي، د ښځو حق مهر او د آسونو قيمت به اول ډير زيات شي، بيا به ډير کم شي او له دې وروسته به بيا بيخي زيات نشي ([4]).
۶۸ د بازارونو نږدې والی
نبي کريم صلی الله علیه وسلم زمونږ له دغې زمانې څخه خبر ورکړی چې په دې زمانه کې به مسافې نږدې شي، نن صبا له يوه مارکيټ څخه بل ته تګ ډير آسان او په ډير کم وخت کې ممکن دي، يو انسان په ډير کم وخت کې په مختلفو عالمي منډيانو کې ګرځيدلای شي او د مارکيټونو او منډيانو نرخ معلومولای شي، دا ټول له دې امله ممکن دي چې په زمکه کې اوسيدونکو خلکو ته تيز ترين د حمل او نقل وسايل ميسر دي، هغوی د موټرو، ريل ګاډو او د هوائي جهازونو (طيارو) له امله له يوه بل سره ډير نږدې دي، همدا شان د ابلاغي مواصلاتو لکه تليفون، ټي وي چينلونه او انټرنيټ وغيره هم د دوی په نزديکت کې مهم کردار اداء کړی.
حضرت ابو هريرة رضی الله عنه بيان کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي:
لاتقوم الساعة حتی تظهر الفتن ويکثر الکذب ويتقارب الاسواق ([5]).
ژباړه : قيامت تر هغه وخته نه قايميږي تر څو چې فتنې ظاهرې نشي، دروغ زيات نشي او بازارونه په خپل مينځ کې سره نږدې نشي.
د بازارونو د نږدې والي دری ممکن صورتونه دي:
اول صورت : دا دی چې په مارکيټونو کې به د نرخ په کم والي يا ډير والي خلک ډير زر خبريږي.
دويم صورت : دا دی چې له يوه مارکيټ څخه به بل مارکيټ ته خلک ډير زر رسيږي، اګر که تر مينځ يې مسافه ډيره ولې نه وي.
دريم صورت : دا دی چې په مختلفو مارکيټونو کې به د شيانو نرخونه يو شانته وي او د نرخونو په کم والي او زيات والي کې به په يوه او بل پسې اقتداء کوي، والله اعلم.
امام العصر علامه ابن باز رحمه الله د حضرت ابو هريرة رضی الله عنه په حديث کې د مذکور تقارب تشريح داسې کړې:
په حديث کې چې د کوم تقارب ذکر شوی د هغه مناسبه تشريح دا ده چې په موجوده عصر کې د هوائي جهازونو (طيارو) موټرو او د مواصلاتي ذرايعو په سبب د ښارونو او ملکونو (هيوادونو) فاصله کمه شوې او هغوی له يوه بل سره ډير نږدې شوي دي.
[1] – جامع الترمذي، الفتن، حديث : ۲۲۰۹، وصححه الالباني.
[2] – مسند احمد : ۵/ ۳۴۰.
[3] – مسند احمد : ۲/ ۳۵۸.
[4] – المستدرک للحاکم : ۴/ ۵۲۴.
[5] – مسند احمد : ۲/ ۵۱۹، وسلسلة الاحاديث الصحيحة : ۶/ ۶۳۹، حديث : ۲۷۷۲.



