د حضرت موسی علیه السلام په قصه کې سبقونه او درسونه

 

لیکوال: مولوي محمد عطاءالحق “الموسوي”

ترتیب: صفي الله “رائد”

پرلپسې اتلسم درس:

د حق داعی بايد د خپل غياب په صورت کې خليفه وټاکي.

د حق داعي ته خو پکار دا ده چې خپل زيات وخت له خپلو اتباعو او خلکو سره تير کړي، ځکه د ده په شتون کې خلک په ده مطمئن وي، د هر ډول مشکل دفعه په آسانه کيدای شي، هر داعی چې له خپلو اتباعو نه لرې پاتې شي د هغه دعوت او کار له خنډونو سره مخ کيږي.

خو کله چې د حق داعی غواړي چې د دينی يادنيوي ضرورياتو له مخې بل ځای ته ولاړ شي بايد پخپل ځای د اعتبار وړ  نائب او خليفه وټاکي ترڅو هغه د ده وظيفه انجام کړي او د خلکو لارښوونه وکړي .  د نبی ﷺ  هم دا عادت وو چې کله به کوم ځای ته تللو نو هرومرو به يې په مدينه کې قائم مقام پرېښود.

موسی (علیه السلام) هم د الله تعالی ﷻ په امر له خپل قوم نه جدا کيده او د چلې (اعتکاف) له پاره کوه طور ته ستنيدو نو حضرت هارون (علیه السلام) يې خپل نائب او خليفه وټاکه، هغه کارونه چې سرته رسول يې يواځې له موسی (علیه السلام) سره تعلق درلود هغه يې هارون (علیه السلام) ته وسپارل او دا هدايات يې ورته وکړل چې: زما په قوم کې زما خليفه شه، د خلکو اصلاح کوه، يعنی کله چې په قوم کې کوم ناوړه کار يا فساد وويني نو مخه يې نيسه، بې نظمې ته يې مه پريږده او د مفسدينو تابعداري مه کوه . لکه الله ﷻ  فرمايي:

﴿وَقَالَ مُوسَى لِأَخِيهِ هَارُونَ اخْلُفْنِي فِي قَوْمِي وَأَصْلِحْ وَلَا تَتَّبِعْ سَبِيلَ الْمُفْسِدِينَ)  (الاعراف، 142)

ترجمه:   او موسی  (علیه السلام)   خپل ورور هارون (علیه السلام) ته وويل: ته زما په قوم کې زما خليفه شه، او (د هغوی) اصلاح کوه او د مفسدينو د لارې تابع نشې.

موسی (علیه السلام) خلکو ته هم وصيت وکړ چې زما تر راتلو به ټول د هارون (علیه السلام) تابعداري کوئ.

دا چې موسی (علیه السلام) خپل خليل هارون (علیه السلام) ته د خلکو او وظائفو په اړه سپارښتنې او لازمې لارښوونې وکړې له دېنه موږ يو بل اصل معلومولای شو هغه دا چې هر څوک چې پخپل ځای کوم خليفه مقرروي نو بايد له تقرر وړاندې هغه ته د خپلو وظيفو په اړه اړين معلومات ورکړي. ځکه يو سړی د بل په کارونو، معاملاتو، کاري تعلقاتو، پرمختګونو او نورو مهماتو باندې په پوره ډول نه پوهيږي. له همدې امله موسی (علیه السلام)  هم د تللو پر مهال خپل ځای ناستي حضرت هارون (علیه السلام) ته ضروري هدايات وکړل.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button