امریکا: په افغانستان او سوریه کې مو له بمباریو څخه مطلب د شمالي کوریا وېرول و

راپورتاژ: حمزه حسیني

د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنیس په جنوبي کوریا کې خبریالانو ته ویلي چې د امریکا د وروستیو بریدونو موخه یواځې د شمالي کوریا وېرول ؤ.

دغه بریدونه شمالي کوریا ته څرګند پیغام دی کچېرته شمالي کوریا له خپلو کړنو لاس په سر نشي نو د امریکا لخوا به په سختو ګوزارونو وزپل شي.

نوموړي زیاته کړې په افغانستان او سوریه کې زمونږ د بریدونو کوم بل هدف نه ؤ یواځې د شمالي کوریا متوجه کول ؤ چې ګويا امریکا هر اقدام عملي کولی شي او څوک یې مخه نشي نیولی.

د مایک خبرې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خبرو سره پوره په ټکر کې دي. د موبي بم له استعمال څخه وروسته په افغانستان کې ګڼو سیاسیونو هم د ننګرهار په اچین کې د ستر غیر اټومي بم کارونه ازمویښت بللی او زیاته کړې یې ده چې دوی په دې توګه په سیمه او نړۍ کې خپلو مخالفینو ته خپل زور ښودلی دی. خو د تجربو ډګرونه یې بیا تل اسلامي هیوادونه ګرځولي.

البته د ګډ حکومت چارواکي بیا وایي چې دغه بم ازموینه نه وه بلکې دایې زمونږ په مشوره پر داعش وسلوالو غورځولي چې باید ورپاتې شي.

بل خوا داعش وسلوالو دغه خبرونه بې اساسه بللي او ویلي یې دي چې ددوی وسلوالو ته هیڅ کوم زیان نه دی اوښتی.

بمبارد شوې سیمه لا هم د امریکایي ځواکونو لخوا کلابنده ده او خبریالانو ته اجازه نه ورکوي تر څو د بمبارد شوې سیمې لیدنه له نیژدو څخه وکړي. افغان امنیتي ځواکونه چې وایي دا بمبارد ددوی په مشوره شوی هم اجازه نه لري تر څو د سیمي مشاهده وکړي له همدې کبله د برید ټول اړخونه له ولس څخه پټ دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button