(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غوايی ۲) الماس خدرخېل
شمالي کوريا امريکا ته يوځل بیا خبرداری ورکړی، چې د دوی په پوځيانو به خطرناک بريدونه ترسره کړي.
د شمالي کوريا رسنيو د دغه هېواد د چارواکو له خولې ليکلي، چې دغه هېواد د ټرمپ د مرستيال وروستۍ څرګندونې غندي.
د امريکا د ولسمشر مرستيال مايک پنس له جاپاني چارواکو سره په کتنه کې ويلي و: (زموږ له لوري فشارونو ته اړتیا ده، د امریکا په باور، وخت رارسېدلی چې نړیواله ټولنه د شمالي کوریا پر ضد له ډیپلوماټیکو او اقتصادي فشارونو کار واخلي او شمالي کوریا منع کړي، موږ به ترهغو چې د کور يا ټاپو وزمه له اټمي وسلو پاکه شي، کرار نه کېنو).
شمالي کوريا وايي، که امريکا د دوی د هېواد پر وړاندې يو نظامي خوزښت هم وکړي نو دوی به د امريکا پر ټولو نظامي اډو او بېړيو د برېښنا په څېر بريدونه ترسره کړي.
دوی وايي، نه يواځې دا چې نږدې تاسيسات به له منځه يوړل شي، بلکې د نړۍ له مخه به امريکايي عسکر ورک او د دغه هېواد خاوره به په ايرو بدله کړي.
تر دې وړاندې هم شمالي کوريا پر امريکا د اټمي وسلې د استعمالولو ګواښ کړی و.
شمالي کوریا په تېره یوه میاشت کې دوې راکټي ازموینې وکړې.
د امریکا او شمالي کوریا ترمنځ د لانجې له ژورېدو سره سم، د روسیې یو شمېر خبري رسنۍ وايي چې د هغه هېواد پوځ له شمالي کوریا سره خپلو پولو ته درنې وسلې او پوځي مهمات لېږدولي دي.
په داسې حال کې چې د امريکا او شمالي کوريا تر منځ يو بل ته ګواښونه دوام لري، په شمالي کوريا کې د روسيې سفير الکساندر ماتسيګوري ويلي، احتمال شته چې شمالي کوريا دوه اټمي توغندي ازمويلو ته تيار کړي او په نږدې شپو کې به يې وازمايي.
وړمه ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا د شمالي کوریا لخوا د توغندوي وروستۍ ازموینه وغندله.
دغې شورا د یوې اعلامیې په خپرولو سره پر پیونګیانګ د نویو بندیزونو د احتمال خبره هم وکړه.


















