طالب الهام
د حُسين وينو کې رنګينه کربلا پرته ده
د ماتم کور کې لا تر اوسه يې ښکلا پرته ده
د ناز کږه وږه پګړۍ يې چې په سر ايښې ده
او تورو څڼو کې شمله چې د ملا پرته ده
قافلې لاړلې تر بلخه ګوندې وبه رسي
مجنونان بيا ورځي شِمال کې يې ليلی پرته ده
فولادي وار چې د کسات لمبې ترې پورته کړلې
ښکيلاک نسکور شو ړنګه بنګه يې کلا پرته ده
وطنه خود به دې لوټلو ته حيلې جوړېږي
په خړو غرو کې دې ياقوت، نقره، طِلا پرته ده
له مرګه نه ډارېږو مرګ ته هوسېږو ځکه
د غزا مينه مو تاريخ کې ښه اعلا پرته ده
چا کړل د پلار چا کړل د مور په وينو سره لاسونه
په شهيد کلي کې شوې چيغې واويلا پرته ده
له اټک وغځيده دومره بې حيا شوله چې
زمونږه چم ته پښتونخوا راغله په غلا پرته ده
خود به کړي راج د خلکو زړونو کې طالب الهامه
رنګين غزل کې دې د مينې تجلا پرته ده


















