دوشنبه, اپریل 27, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home اسلام پوهنه

د اسلامي تاریخ په اوږدو کې تر ټولو توره ورځ

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
اپریل 27, 2017
کټګوریانې: اسلام پوهنه, مقالې
0
13
ځلې شریک شوی
162
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

لیکوال: ﺍﻟﺸﻴﺦ ﻣﺤﻤﺪ ﺳﺎﺋﺪ ﺑﻜﺪﺍﺵ

ژباړه او ترتیب: م. حمد الله دانشمند

دا هم ولولئ

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

یاد عصري مورخ او د مدینې منورې اوسېدونکی، په خپل کتاب (ﻓﻀﻞ ﺍﻟﺤﺠﺮ ﺍﻷﺳﻮﺩ) کې د مخکښه مورخینو نه په نقل، په مکه – زادها الله شرفا – د “قرامطة و” یرغل څېړلی؛ لیکي:

د ستر اختر (ذو الحجي) اتمه، د دوشنبې ورځ وه؛ “ابو طاهر القرمطي” لعین د ۹۰۰ کسیز ګروپ په ملتیا په مکه مکرمه یرغل وکړ حرم ته ننووت؛ د حاجیانو نرو-ښځو په وژلو یې لاس پوري کړل. د هغوی تنې یې د “زمزم” په مبارکه څاه کې واچولې. دا راز یې د مکې مکرمې په کوڅو کې شته انسانان په ډلیېزه توګه شاو خوا ۳۰۰۰۰ کسان په شهادت ورسول؛ د کعبې شریفې پر معصوم غولي او حرم کې یې دننه ډېر انسانان حلال کړل؛ د هغې مقدسه ساحه یې په نجسو او پلیتو بولو ولړله.

یاد لعین ځان ته په اشاره سره وویل: زه الله یم… – العیاذ بالله – د کعبې په دروازه کې په ډېر غرور سره ناست و، د خلکو له مرګه یې خوند اخیست. هغوی د کعبې شریفې له پردې نه لاسونه تاو کړي ول؛ له الله پاک نه یې د خلاصون غوښتنه کوله؛ خو و نه ژغورل شول…

 د زمزم قبه یې و نړوله؛ د کعبې شریفې د دروازې په کښلو یې خپل ناروا پوځ امر کړ؛ د هغې احرام یې ټوټه ټوټه کړ په خپلو ملګرو یې و وېشه؛ یوه ته یې کړه: بيړه وکړه، د خانه کعبې د چت ترناوه را وکاږه، هغه ملعون وخوځېد، چت د ختلو پر مهال را وولېد؛ زمکې ته په رسېدو یې اورمېږ غوڅ شو.. پوځ یې امر کړ: “حجر الاسود” – کوم چې له جنت نه راغلی ده – را وکاږئ.

د یادو ملعونینو له مینځه یو را وخوځېد حجر الاسود مبارک یې په درانده چيټک وواهه؛ ټوتې ټوټې یې کړ، د دوشنبې په ورځ، د لوی اختر د میاشتي په ۱۴مه یې د مازدیګر له لمانځه وروسته له بېخه وکښل او له ځان سره یې یووړل!

بیرته د خپلو ښارونو (بحرین او د اوسني سعودي، ختیځو سیمو) پر لور وخوځېد – ویل کېږي: د حجر اسود د وړلو پر مهال ۹۰ اوښان مړه شول؛ توان یې نه و، چې دا مقدسه، جنتي تحفه له دې پاک مکانه و لېږدوي.

یاد لعین غوښتل هغلته کعبه جوړه کړي؛ خو الله پاک یې د “ابرهة الاشرم” په څېر واړه ارمانونه له خاورو سره خاوري کړل.

یاد د قرامطه و ټبر د خانه کعبې په څېر یوه خونه و پنځوله، حجر اسود یې په همغه خونه کې د ۲۲ کالو له پاره خوندي کړ. د مکې واکمنانو د زر اوزور په کارولو، سرښندنو او نورو اړینو لارو هم حجر اسود بېرته تر لاسه نه کړ. ویل کېږي: نوموړو ۵۰۰۰۰ دیناره د دې موخې له پاره ولګول.

د “حجر الاسود” مکان خالي و! حاجیانو او عمره کوونکو به یې په تش مکان لاسونه تېرول د اوښکو په بدرګه به یې ویل: الله پاکه! له جنت نه راغلی میلمه (حجر الاسود) یو ځل بیا خانه کعبې ته راوله!

لنډه دا چې دو خت په تېرېدو یاد لعین (ابو طاهر القرمطي) په کال ۳۳۲هـ کې د جهنم پر لور وکوچېد. په کال ۳۳۹هـ کې، سي شنبه د لوی اختر په ورځ د قرامطه و له واکمن “سنبربن الحسن القرمطي” سره د یوه تړون پر اساس پریکړه وشوه، چې حجر اسود به بیرته د مکې مکرمې واکمنانو ته سپاري.

حجر اسود بیرته د یوه بې وسه او کمزوري جونګي پر شا تر خانه کعبې راوړل شو په داسې حال کې چې د مکې امیر هم ور سره و.

له حجر اسود سره د سپینو زرو وښې هم و، چې د اوږده او ساره له خوا  پرې کارول شوې و، تر څو هغه چاکونه او پیوندونه یې بند کړل شي، چې د راکښلو او وړلو پر مهال یې موندلې و، ور سره ځانګړې چونه هم وه، کوم چې د هغه د کابو کولو له پاره ترې استفاده کېده.

یاد سنبر په خپل لاس حجر اسود مبارک پر خپل ځای کېښود، دا مهال یې دا وینا وکړه:

‏« ﺃﺧﺬﻧﺎﻩ ﺑﻘﺪﺭﺓ ﺍﻟﻠﻪ، ﻭﺭﺩﺩﻧﺎﻩ ﺑﻤﺸﻴﺌﺔ ﺍﻟﻠﻪ!»

ژباړه: د الله په قدرت مو وړی، دهغه په خوښه مو بیرته راوړی!

خلکو چې کله حجر اسود ولید؛ نو د تکبیر په زمزمو یې سیمه ولړزوله؛ د ستر څښتن شکر یې ادا کړ. په خبر کې راغلې: خلکو شک کاوه، چې دا به هغه حجر اسود نه وي، کوم چې هغوی وړی و، بلکې مسلمانان به د هغوی له لوري دوکه کړل شوي وي.

د مکي پلاوي رئیس، د ازموینې له پاره اوبه و غوښتې، زیاته یې کړه، چې حجر اسود د نورو کاڼو په خلاف اوبه نه ډوبوي، ازموینې و ښوده، چې دا هغه مبارک حجر اسود دی.

د قرامطه و د پلاوي مشر هک پک حیران شو، ویې ویل:

«ﻫﺬﺍ ﺩﻳﻦ ﻣﻀﺒﻮﻁ!»

دا محکم دین دی.

دا یو ځل نه دی، چې خانه کعبه له داسې دردونکې  پېښې سره مخ کېږي، بلکې ډېرې تاریخې پېښې یې د حجر اسود په ګډون ژغملې؛ دوه ځله کعبه شریفه سوځول شوې: لومړی ځل د اسلام تر راتګ مخته د قریشو په زمانه کې، چې تر څنګ یې حجر اسود هم وسوزېد، تور والی یې نور هم زیات شو.

دوهم ځل د اسلام له راتګ نه وروسته د عبد الله بن الزبیر (رضی الله عنهما) په دور کې، چې کله هغه مبارک د حصین بن نمیر الکندي له خوا کلا بند شو، وسوزول شوه، دتېر په څېر حجر اسود بیا زیانمن شو آن تر دې چې درې ټوټې شو، دا ځل “ابن الزبیر (رضی الله عنه) په سپینو زرو سره را بند کړل. د وخت په تېرېدو د هارون الرشید په زمانه کې یې زر وِیلي او نرم شول، نيږدې وه چې درې برخې شي، هغه د عمرې د ادا کولو پر مهال سپارښتنه وکړه تر څو په سمه توګه اصلاح او ورغول شي. همداسې وشول.

تېر ته په کتو پوښتنه دا ده، چې دا ځل ولي ستر څښتن د خانه کعبې دفاع و نه کړه، لکه: د “ابرهه” لښکر چې یې له یوه پلوه د اور کندې ته ور ټېل وهل؟

ځواب: د لوی قدرت څښتن د یادو ظالمانو سزا اخرت ته وځنډوله، دا چې ولي؟ په اړه یې لاندې مراجع څارلی شئ:

[البدایة والنهایة۱۵/ ۳۹، ابن خلدون، المنتظم لابن الجوزي،فضل الحجر الاسود].

مخکینې مطلب

تصوير

بل مطلب

د کمونیستانو د قهرمان، نجیب ګاو کارنامې!

ځانګړي مطالب

مقالې

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 14, 2026
مقالې

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
مقالې

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 8, 2026
مقالې

د افغانستان پر ملکي خلکو بریدونه: د عدالت، قانون او انسانیت وروستۍ ازموینه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 6, 2026
مقالې

ایران په روانه جګړه کې د مهمو او ستراتیژیکو اهدافو د برید لپاره دوه کومې ځانګړې بې‌پیلوټه الوتکې کاروي؟ 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 1, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ایران امریکا ته د درې پړاونو مذاکراتو نوی وړاندیز وکړ

نشرونکی: ح جلال
اپریل 27, 2026
0

ستره محکمه: په درېیمه ربعه کې د ښځو حقونو ۴ زره قضیو ته رسېدنه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

د معيار او کيفيت اداره: د شيخ ابو نصر فراهي بندر کې ۲۴ ټنه بې‌کیفیته بټرۍ بېرته صادرونکي هېواد ته وګرځول شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

ملا امير خان متقي: د ورزشي ډيپلوماسۍ له لارې غواړو له نړۍ سره اړیکې نورې هم پراخې او پیاوړې کړو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

خوست کې څه باندې ۶۸۰ جریبه ځمکه د امارتي ملکیت په توګه ثبت شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۷۷۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د افغانستان برېښنا شرکت له روسي کمپنیو سره د همکاریو هوکړې وکړې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • خوست کې څه باندې ۶۸۰ جریبه ځمکه د امارتي ملکیت په توګه ثبت شوه

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۷۷۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران بهرنیو چارو وزیر مسقط ته ورسېد؛ ولسمشر ټرمپ پاکستان ته د امریکایي پلاوي سفر لغوه کړ

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ایران امریکا ته د درې پړاونو مذاکراتو نوی وړاندیز وکړ

ستره محکمه: په درېیمه ربعه کې د ښځو حقونو ۴ زره قضیو ته رسېدنه شوې

سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

د معيار او کيفيت اداره: د شيخ ابو نصر فراهي بندر کې ۲۴ ټنه بې‌کیفیته بټرۍ بېرته صادرونکي هېواد ته وګرځول شوې

ملا امير خان متقي: د ورزشي ډيپلوماسۍ له لارې غواړو له نړۍ سره اړیکې نورې هم پراخې او پیاوړې کړو

خوست کې څه باندې ۶۸۰ جریبه ځمکه د امارتي ملکیت په توګه ثبت شوه

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۷۷۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com