کابل ټکی کام |۱۳۹۶، غوایی ۷- ۵۴ تنه آزربایجاني پوځیان د نوبت له تیرولو ورسته له افغانستان نه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
د آزرباییجان دفاع وزارت له لورې په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي چې ۵۴ تنه آزرباییجاني پوځیان له افغانستان نه پلازمینې باکو ته رسیدلي. په خبر پاڼه کې راغلي چې یادو ۵۴ پوځيانو په افغانستان کې د ناټو د پريکنده ملاتړ ماموريت په چوکاټ کې خپل فعاليت پر مخ وړی چې د نوبت له تیرولو وروسته بیرته خپل هیواد ته ستانه شول.
د ازربايیجان ځواکونه د ۲۰۰۲ زيږديز کال د نومبر مياشتې له ۲۰مې نيټې راهسیې په افغانستان کې خپل ماموریت پر مخ وړي.
د آزرباییجان د دفاع وزارت په خبره، اوس مهال په افغانستان کې ۹۴ تنه آزرباییجاني پوځیان شتون لري.


















