یکشنبه, اپریل 26, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home تبصرې

د غوايي په ۷مه، د غوایانو کودتا!

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
اپریل 27, 2017
کټګوریانې: تبصرې
0
16
ځلې شریک شوی
201
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

تبصره

په ۱۳۵۷هـ ش کال د ثور د میاشتې په ۷مه، تور مخو کمونستانو په افغانستان کې د غوایي کرغیړنه کودتا وکړه، چې د افغانستان په پاکه خاوره یې د لینین کفري نظام ته لاره برابروله. اصلا په افغانستان کې د وینو تویولو او تباهیو پیل له همدې د (غوایې له اوومې) پیل وشو.

دا هم ولولئ

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

تور مخو کمونستانو چې د افغانستان په پاکه او مقدسه خاوره د لینین د نظر پلي کولو ته زمینه برابروله، په مقابل کې یې افغان ولس په تش لاس خو د خپل ايمان په زور د خپلی خاورې، ناموس او مقدس اسلام د دفاع لپاره ولسی پاڅون وکړ، چې په همدې ولسي پاڅون سره د کمونستانو ټول ارمانونه له خاورو سره خاورې شول.

که څه هم د کودتا د پیل سره روسي غلامان (کمونستان) په یوه خوله نه و؛ په خلق او پرچم ګوندونو ویشل شوي و، چې د پرچمیانو مشري ببرک کارمل او د خلقیانو مشري نورمحمد ترکي کوله. او له اولې ورځی یې په خپلو کې اختلاف لاره خو افغان مسلمان مجاهد ملت ته سره یو و.

د کمونستی کودتا دوه ورځې دمخه چې د دوی یو غلام ملګری، خیبر ووژل شو، د ترکي په شمول (۷) کمونست مشران په زندان کې و. پاتې کمونستانو لکه سلیمان لایق او کشتمند د مظاهرو پر ځای د کودتا پلان پیل کړ.

د نورمحمد ترکي، ببرک کارمل، بارک شفیعی، سلیمان لایق، کشتمند، امین او څو نورو ملګرو د پلان سره سم د جنرال قادر لخوا د هوایي ځواک او د کابل د څلورمې لیوا قوماندان نور احمد نور لخوا پر ارګ د زرهدارو په برید سره کودتا پیل شوه، چې ډاکټرشاه ولي، دستګیر پنجشیري، عبدالحکیم جوزجانی او نورو ملګرو یې په ولایاتو کې د کودتا مشري په غاړه لرله.

جنرال قادر د هوایي ځواک او نور احمد نور په زرهدارو له ارګه دوړې پورته کړې. که څه هم د ۸۸مې لیوا قومندان خلیل الله د سردار محمد داود په پلوۍ جګړه وکړه خو هغه هم بمبار کړل شو.

 همدا توره ورځ وه چې دافغانستان مجاهد ولس یې له پېله تر نن ورځې پورې په خپلو وینو کې لمبیږی.

له هغې ورځې راپدېخوا چې په افغانستان کې هر څاڅکی وینه توییږي مسئولیت یې د تور مخو کمونستانو (د ثورد کودتاچیانو) پرغاړه دی.

کمونستانو د خپلو کرغیړنو او پلیدو اعمالو په پیل سره په افغانستان کې په مشایخو، علماءو، قومي مشرانو، علمي شخصیتونو، ادبپوهانو او نورو هغو اشخاصو باندی خپله خاوره سور اور کړه، چې د دوی د لینیني نظر پر خلاف به یې غږ پورته کاوه.

له هغې ورځې چې تور مخو کمونستانو په افغانستان کې د ثور توره کودتا کړې ده که د مجاهدینو د خپل منځیو جګړو، او یا نن ورځ چې په افغانستان کې کومې وینې بهیږي د دې ټولو بد بختیو عاملین تورمخي کمونستان دی.

بد بختانه چې نه یو شمیر جهادي مشرانو او هم د طالبانو په نظام کې دې د افغان ولس تاریخي دښمنانو ته وړ سزا ور نه کړل شوه، بلکې په حکومتي ادارو کې هم ومنل شول چې د کمونستانو د کودتا تر څنګ د افغان ولس  او د مقدس جهاد د لارې د شهیدانو سره یوه بله جفا وشوه.

کمونستان په ځای د دې چې د خپلو اعمالو سزا ورکړل شي په ډير تاسف سره په حکومتي ادارو کې ومنل شول.

په بهرنیو هیوادونو کې چې په کډوالو افغانانو کومې سختۍ تیریږي او یا په داخل د هیواد کې کومه بدبختې روانه ده؛ د دې ټولو عاملین تور مخي کمونستان دي.

افغان ولس به د افغانستان په تاریخ کې دا توره ورځ هر کال په غونډو کولو سره غندي چې نسل په نسل به افغان ولس ته د تور مخو کمونستانو کرغيړن اعمال ور په يادوي .

مخکینې مطلب

لغمان: حکمتيار به سبا په يوه غونډه کې راڅرګند شي

بل مطلب

 ۵۴ آزرباییجاني پوځیان له افغانستان نه خپل هېواد ته ستانه شول

ځانګړي مطالب

تبصرې

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 9, 2026
تبصرې

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 15, 2025
تبصرې

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 10, 2025
تبصرې

اقتصادي تحول او ځان بساینه: پر زېربنا د تمرکز تګلاره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 12, 2025
تبصرې

امنیت د فشار له لارې نه، د ګډې ارادې په ځواک تأمینيږي

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 8, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ستره محکمه: په درېیمه ربعه کې د ښځو حقونو ۴ زره قضیو ته رسېدنه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

د معيار او کيفيت اداره: د شيخ ابو نصر فراهي بندر کې ۲۴ ټنه بې‌کیفیته بټرۍ بېرته صادرونکي هېواد ته وګرځول شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

ملا امير خان متقي: د ورزشي ډيپلوماسۍ له لارې غواړو له نړۍ سره اړیکې نورې هم پراخې او پیاوړې کړو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

خوست کې څه باندې ۶۸۰ جریبه ځمکه د امارتي ملکیت په توګه ثبت شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۷۷۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

د افغانستان برېښنا شرکت له روسي کمپنیو سره د همکاریو هوکړې وکړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • قطر کې د امریکا ویزو په تمه افغانانو ته د ستنېدو یا درېیم هېواد انتخاب په اړه د بهرنیو چارو وزارت څرګندونې

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • اقتصادي معاونیت: د ګلبهار استوګنیز او سوداګریز ښارګوټي طرحه په پرنسیپ کې تایید شوه

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • نتانیاهو “د غزې ویجاړونکی” په سرطان ناروغۍ اخته شوی

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران بهرنیو چارو وزیر له لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره لیدلي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • متقي: د جګړو حل یوازې د ديپلوماسۍ له لارې ممکن دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ستره محکمه: په درېیمه ربعه کې د ښځو حقونو ۴ زره قضیو ته رسېدنه شوې

سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

د معيار او کيفيت اداره: د شيخ ابو نصر فراهي بندر کې ۲۴ ټنه بې‌کیفیته بټرۍ بېرته صادرونکي هېواد ته وګرځول شوې

ملا امير خان متقي: د ورزشي ډيپلوماسۍ له لارې غواړو له نړۍ سره اړیکې نورې هم پراخې او پیاوړې کړو

خوست کې څه باندې ۶۸۰ جریبه ځمکه د امارتي ملکیت په توګه ثبت شوه

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۷۷۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com