(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غوایی ۷) الماس خدرخېل
د اسرائيلي پوځ هوايي ځواکونو په دمشق کې د حزب الله ډلې پنځه نظامي هدفونه په نښه کړي او د دغه ډلې د وسلو زيرمې يې ويشتلي دي.
د حزب الله اړوند رسنيو ويلي، د بريدونو له امله سترې چاودنې د دمشق هوايي ډګر ته څېرمه سونتوکو زيرمه کې رامنځته شوې دي.
د سرچينو په وينا ښايي چاودنې د اسرائيلو د هوايي بريد له کبله رامنځته شوې وي.
ويل کېږي، چاودنې دومره زورورې وې چې په ټول دمشق ښار کې يې غږ اورېدل شوی دی.
راپورونه وايي، چې اسرائیلو په ۵ توغندیو سره د هوايي ډګر تر څنګ د حزب الله یو مرکز او د وسلو زيرمې په نښه کړي دي.
اسرائیلي سرسنیو هم ویلي، چاودنه د اسرائیلي هوايي برید له کبله شوې چې دمشق کې یې د حزب الله د وسلو پر زېرمې کړی.
د روسيې يو شمير رسنيو راپور ورکړی، چې دغه بريد د اسرايلي الوتکو له لوري د حزب الله پر مرکزونو ترسره شوی دی.
د سوريې د رژیم اړوند رسنۍ وايي، اسرائیلي الوتکو د ګازو هغه نل لیکه ویشتې، چي د دمشق لپاره ترې برېښنا توليدېدله، دوی زیاته کړې، چي چاودنه هم د ګاز د نل لیکې له امله رامنځ ته شوه، چي غږ يې په پلازمینه دمشق ښار کې هم اورېدل شوی دی.
په يادو بريدونو کې د مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه راپور نه دی ورکړل شوی.
اسراييلي چارواکو تر دې دمه د دې بريد په اړه له تبصرې کولو او مالوماتو ورکولو ډډه کړې.


















