غزل

طالب الهام

کيف دې خمار تندريز وار د زيړکيو نغمې

شور د بلبل ګل د سنبل د توتکيو نغمې

د راکېټ کړنګ د سقيل ترنګ په معرکه کې غزا

جرس په سيل د ايثار پيل د مردکيو نغمې

د نسيم باد دزړه مراد د ګل په زنه شبنم

و خت د بهار د ژوند سهار د ګلمکيو نغمې

چې ګوري يار رقيب په دار لکه بې پوره مړى

د ګل په څېر زنګيږم ډيريمه مٌسکيو نغمې

د شيخ فتوا زما تقوا باندې اثر نکوي

(طالب الهام )اوري مدام د جنکيو نغمې

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button