د خالد بچیان!

حمزه حسیني
کفر ته طالبه ستا د سپینې تورې زور ښه دی
ګرم دې سنګر کې د تکبیر د نغمو شور ښه دی
خپل ناموس چې پلوري په کفارو د جهان باندې
دغسې بې ننګو ته بیا مرګ ښه دی او ګور ښه دی
روڼ د خپلواکۍ سهار را درومي را روان دی بیا
زېری په وَزْرُوْ د ابابیلو باندې سپور ښه دی
فرض جهاد چې نه مني او ځان ته مسلمان وایي؛
داسې بې ضمیروته د ښځو غوندې کور ښه دی
بیا غزا شروع شوه د خالد بچیان په قهر شول
وایي ترنم کې چې فرعون ته سور اور ښه دی
هآ چې د یتیم پر سر خپل لاس د شفقت کېږدي
اوښکې یې ورپاکې کړي، همداسې سکه ورور ښه دی
ســــترو دښمــنانو ته پکار دی تنــدریز ګـــزار
مات چې شي صلیب په توره پړ مخې نسکور ښه دی
زه په زړګي درد لرم او زه په زړه زخمي يمه
زخم ته مرهم او د (حمزه) زړه ته ټکور ښه دی



