منصوریان!

مسلم یار

ستا په قدم باندې قدم ږدو منصوريان يو مونږه

منصوره ستا په لاره ځو ستا لارويان يو مونږه

 

له خپل وطنه به په نره کړو دفاع ملګرو

د غزنوي او ابدالي بابا بچيان يو مونږه

 

ثاني عمره هېر مو نه يې ستا غيرت ته سلام

په خپل وطن باندې مين يو عمريان يو مونږه

 

د پتنګانو په شان لوبې کړو اورونو سره

غليم ته زور د مټو ښايو فدايان يو مونږه

 

په مينتوب کې مو سرونه نذرانه کړل ورته

په عاشقۍ کې ښکارندويه ليونيان يو مونږه

 

مونږ شاعرانو د قلم په څوکه کړى جهاد

له دې امله ځينې، ځينې بيا غازيان يو مونږه

 

اى مسلم ياره زمونږ وطن نه پښيمانه تللي

ښکار د غربيانو کړو، د تورو غرو ښکاريان يو مونږه

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button