شعر / شفاعت ریحان
کرلي مې په سترګو کې خوبونه دې شريکه!
د چا د ماتو هيلو تصويرونه دې شريکه!
د امن بوټي ځکه وده نه کړي په دې کور کې!
راوړي نړيوالو ډېر بمونه دې شريکه!
ته يار مې يې نو ځکه درته وايم د ژوند حال مې!
غمونه دې آهونه دې دردونه دې شريکه!
بلاله ! اذانونه دې خاموش چې چيري نه کړې!
لا اوس هم دلته ډېر ويده قومونه دې شريکه!
د زړه ډېوه مې ځکه رڼا نه کوي جانانه!
پراته پرې ستا د هجر ډېر ګردونه دې شريکه!
دا زما د ارمانو په هديره کې انډيواله!
د پاکو شهيدانو زيارتونه دې شريکه!
باڼه دې چنارونه دې او سيوري يې پراته دې!
اباد دې پرې د اوښکو ګودرونه دې شريکه!
ته هم لکه چې چا باندي مين يې ” شفاعته!
غزل کې دې د ميني انځورونه دې شريکه!
,1396,1,29, هـ ش تاريخ


















