چهارشنبه, اپریل 22, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home غير مصنف

وايي افغان طالبان د پنجاب او روسيې خلک دي

امین الله نشرونکی: امین الله
مې 2, 2017
کټګوریانې: غير مصنف
0
8
ځلې شریک شوی
97
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

ليکوال : امين وردګ

هغه وړاندې ورځو کې چې روسانو او چينايانو د (افغانستان اسلامي امارت) ته منسوب نظاميان- يو افغاني قوت وبللو او له هغوى سره يې سوله يو موفق ګام ياد کړ ؛ نو دولتي چارواکو او پلويانو يې داسې انګېزه ورکړه ؛ چې ګواکي طالبان د روسيې خلک دي.
تر دې پخوا به يې ويل چې “طالبان پاکستاني فوجيان دي” کله کله به يې بيا وويل چې دا د ISI خلک دي ، يا د CIA جاسوسان دي.
زه چې کله د دغه ړانده نظام دا ړندې ادعاوې او ړانده دلائل وګورم نو خندا راشي !
مګر کوم وخت چې ثبوت ترې وغواړې ؛ نو بيا د هاغو مظلومو بنديانو انځورونه درته وړاندې کړي ؛ چې دوى د (خپلو تور سرو) جامې ور اغوستې او انځورونه يې ترې اخيستي وي.

دا هم ولولئ

د اقتصاد وزیر د CRS مرستندویه ادارې له مشر سره د بېرته راستنو شوو خلکو د ستونزو او بشري مرستو پر دوام خبرې کړي

په غزه کې د ډزو له امله يو اسرائيلي پوځي مرګونی ټپي شوی

پاکستان او افغانستان په ګډه د تګ راتګ لپاره کاري ټیم جوړ کړی

يا د پاکستان د (جميعت علماء اسلام) ګوند ته منسوبو هغو ملايانو انځورونه درته پورته کوي ؛ چې له پنجابي فوجيانو يا پوليسو سره ناست وي.
کله داسې دلائل وايي چې دا طالبان ولې په پاکستان کې جهاد نه کوي چې په افغانستان کې لګيا دي ؟

زه نه پوهېږم چې دا خلک ولې دومره له منطق نه ليرې پوښتنې او اداعاګانې کوي ؟
اوس نو د افغان طالبانو يې د پاکستان په جهاد څه ؟
په پاکستان کې که جهاد کوي هغه به پاکستانيان کوي نه افغان پناه اخيستونکي او مهاجر.
اوس که چېرې زموږ کور ته غله راشي ؛ نو آيا موږ به خپل کور غلو ته پرېږدو او د ليرې ګاونډ کورته به ورځو او غله به ترې شړو ؟
دا کار خو اصولي نه دى.
بل ! آيا داسې انځورونه به سخت وي ؛ چې يوه بندي ته د ښځې جامې ور واغوستل شي او بيا کامره ورته و نيول شي؟
دا چې اوس افغان طالبانو ته د روسانو خلک وايي ؛ آيا داسې ادعا کوم ثبوت لري ؟ که يې لري نو ولې يې ملت ته نه وړاندې کوي ؟
آيا د دښمن د (کمزورتيا اعتراف) د هغه د بادارۍ نښانه بللاى شو ؟

والله چې دا ډول ادعاګانې خو د عاقلو خلکو کار نه شم بللاى !

زه قسم اخلم ؛ چې د امارت د پاره خصوصي کار نه کوم ، صرف حق ته ګورم ؛ که د افغانستان او پاکستان فعلي نظامونه د شريعت تابع شول ؛ نو دواړه زما د سر سترګې دي او که همداسې وي لکه دا دي چې ! نو قسم که يې هېڅکله هم پلوي وکړم .
امارت هم داسې !
که يې قانون شرعي ٶ هر فرد به يې په اوږو وړم او تر نوم به يې نثارېږم ؛ مګر که مې د شريعت خلاف څه پکې وليدل او غږ مې پورته نه کړ ؛ نو زه به خائن او غدار وم.

د دولت کارکوونکي هم زموږ تربرونه دي د امارت کارکوونکي هم !

دولت هم له افغانانو جوړ دى ، امارت هم او دا يو حقيقت دى چې د حق پلويان يې بايد ومني ؛ تفاوت يې يوازې په اداري جوړښت او اهدافو کې دى ؛ کنه د ډېرو پلارونو به يو زوى عسکر او بل طالب وي.
اسلامي امارت شرعي نظام غواړي ؛ مګر دولت بيا د شرعي نظام مخالف دى ؛ اګر که ((دغه خپل جوړ شوي قانون [اساسي قانون] ته شرعي جواز هم ورکوي !؟)) استغفرالله ؛ همدغه ډول دليلونه يې موږ ته کوټې کوټې پوښتنې پيدا کوي.
موږ بايد فکر وکړو .
اساسي قانون بايد يو ځل مطالعه او بيا يې له شرعي قانون سره مقائسه کړو ، که دغه قانون له هغه قانون سره ضد وي نو بيا ولې د کفر خوښ قانون ته د الله قانون ووايو او ويې منو ؟
دا چې ځينې خلک طالبانو ته پاکستانيان يا هم د هغوى غلامان وايي ؛ دا تشه او پوچه ادعا ده.
زما په اند ؛ دوى هېڅ کوم ثبوت او دليل نه لري ؛ صرف د پاکستانۍ پاليسۍ اجېنټان دي چې دغه ډول خبرې د خلکو غوږونو ته رسوي ؛ تر څو په راتلونکي کې د غربيانو غاښ ماتوونکي پنجابيان وليکل شي او د افغان خاورې آزادوونکي هم پاکستانيان.
تاسو به دا خبره ډېره له دولتي عساکرو آورېدلې وي چې وايي : “په کونړ ، هلمند ، خوست ، کندوز ، بدخشان او کندهار کې د ناټو او دولت په وړاندې پاکستاني فوجيان جګړې کوي” ؟
نو لږ فکر وکړئ ! آيا داسې ادعا به د پنجاب په ګټه او د افغانانو په تاوان نه وي ؟
اوس يې نو دا بله بدله هم زده کړې چې وايي : “طالبان د روسانو خلک دي”
دا هم د روسانو په هوښيارۍ او د پخوانيو کمونستانو په وفا دلالت کوي.
سبا به روس وايي چې “موږ له آمريکا نه په افغانستان کې ځلې بيا خپل بدل واخيست”
لکه آمريکا چې پخواني شوروي ته طعنې ورکولې.

زه وام خداى ته وګورئ افغانانو ! لږ ويښ او هوښيار شئ ؛ دا د ماشومانو خيالونو او دليلونه پرېږدئ .
د وياړ ورځې بيخي نږدې شوې دي ؛ هسې دا خپل ځلاند تاريخ په روس او پنجاب مه پلورئ.
نور د پنجاب له مزدورئ لاس واخلئ او تاسو هم لږ شرم وکړئ ؛ اې د پخواني خلق او پرچم زامنو !
نور مو خپلو بادارانو ته کمپينونه مه کوئ.
جهاد افغانانو کړى او افغانان يې کوي او هم به يې افغانان ګټي ان شاءالله
دا چې بيا به څه کيږي هغه به د هغه وخت خبره وي.

مخکینې مطلب

راوړي نړيوالو ډېر بمونه دې شريکه!

بل مطلب

حکمتیار ته څو سپینې؛ خو ارزښتمنې خبرې

ځانګړي مطالب

افغانستان

د اقتصاد وزیر د CRS مرستندویه ادارې له مشر سره د بېرته راستنو شوو خلکو د ستونزو او بشري مرستو پر دوام خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
فبروري 9, 2026
خبرونه

په غزه کې د ډزو له امله يو اسرائيلي پوځي مرګونی ټپي شوی

نشرونکی: ح جلال
جنوري 15, 2026
غير مصنف

پاکستان او افغانستان په ګډه د تګ راتګ لپاره کاري ټیم جوړ کړی

نشرونکی: احسان تکل
جون 3, 2023
افغانستان

يوې چینایي کمپنۍ سره د امو سیند د حوزې د تېلو استخراج قرارداد لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
جنوري 5, 2023
غير مصنف

خلیلزاد له دوحې وروسته پاکستان ته تللی

نشرونکی: عاصم
دسمبر 13, 2019

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د پنټاګون ارزونې: ایران لا هم قوي پوځي وړتیاوې لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
0

د ایران وسله والو ځواکونو هرمز تنګي کې دوه سوداګریزې کښتۍ نیولي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
0

الجزیره: د نړیوالو سترګې مجتبی خامنه‌اي ته دي چې امریکا سره د مذاکراتو اجازه ورکوي کنه

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
0

د امریکا -ایران اړېکې او د بې باورۍ تر سیوري لاندې سیاست! :

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
0

د افغانستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د اړیکو او سیمه‌ییزو مسایلو په اړه ټلیفوني خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

اروپايي اتحادیې او افغانستان پر سیاسي، اقتصادي او دوامداره همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

ټولګټو وزارت: د مزار شریف ـ دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د اساسي بیا رغونې چارې ۵۱ سلنه بشپړې شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

ټرمپ له ایران سره اوربند غځولی؛ تهران د سمندري محاصرې دوام «جګړه‌ییز اقدام» بولي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د پنټاګون ارزونې: ایران لا هم قوي پوځي وړتیاوې لري

د ایران وسله والو ځواکونو هرمز تنګي کې دوه سوداګریزې کښتۍ نیولي

الجزیره: د نړیوالو سترګې مجتبی خامنه‌اي ته دي چې امریکا سره د مذاکراتو اجازه ورکوي کنه

د امریکا -ایران اړېکې او د بې باورۍ تر سیوري لاندې سیاست! :

د افغانستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د اړیکو او سیمه‌ییزو مسایلو په اړه ټلیفوني خبرې کړي

اروپايي اتحادیې او افغانستان پر سیاسي، اقتصادي او دوامداره همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې

د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

ټولګټو وزارت: د مزار شریف ـ دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د اساسي بیا رغونې چارې ۵۱ سلنه بشپړې شوي

امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com