(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غوایی ۱۴) الماس خدرخېل
د امریکا د ټکساس ایالت د دالاس ښار په پوهنتون کي د ډزو په ترڅ کي دوه تنه وژل شوي دي.
عیني شاهدان وايي، یوه وسله وال د نورت لېک په پوهنتون کې ډزې وکړې، چې وروسته امنیتي ځواکونو د برید کونکي د نيولو لپاره پوهنتون کلابند کړ او پلټنې يې پيل کړې.
پولیسو ویلي، په سیمه کې اوس هم خطر شتون لري او امنيتي ځواکونو د پوهنتون د خوندي کولو لپاره پلټنې پیل کړي دي.
ځايي پوليس وايي، په پېښه کي یو تن وژل شوی او داسې ښکاري، چې بریدکونکي هم ځان وژلی دی، خو تراوسه په کره توګه د بریدکونکي برخلیک نه دی څرګند شوی.
تر دې پيښي دوه ورځې وړاندې د امریکا د ټکساس په پوهنتون کې د چاقو په واسطه بريد وکړ يو تن يې وواژه او درې نور ټپيان شول.


















