د سرو په زکوة کې د وجوب د وخت قيمت معتبر دى
پوښتنه : د سرو په زکوة کې د کوم وخت قيمت معتبر دى؟ آيا د وجوب د وخت قيمت معتبر دى او که د وخت اداء قيمت معتبر دى؟.
ځواب : د سرو او سپينو په زکوة او په عشر کې د وجوب د وخت قيمت معتبر دى، البته د سوائمو په زکوة کې د اداء وخت قيمت لره اعتبار دى )قال في التنوير وجاز دفع القيمة في زکوة وعشر وخراج وفطرة ونذر وکفارة غير الاعتاق، وفي الشرح وتعتبر القيمة يوم الوجوب وقالا يوم الاداء، وفي السوائم يوم الاداء اجماعا وهو الاصح( ([1]).
د ښځې په نصاب سره ميړه د نصاب څښتن کيږي او که نه
پوښتنه : که چيرته ښځه د نصاب څښتنه وه نو په همدې سره ميړه هم د نصاب څښتن ګڼل کيږي او که نه؟ او د زکوة ورکول او د قرباني کول د چا په ذمه واجب دي؟.
ځواب : د ښځې د نصاب په څښتن کيدو سره ميړه د نصاب څښتن کيږي نه، د زکوة ورکول اوقرباني کول د هغه په ذمه باندې واجب نه دي ([2]).
چې ښځه د نصاب څښتنه وي نو زکوة او قرباني پرې واجب دي
پوښتنه : يوې ښځې ته د مهر په عوض کې سل توله سره يا سپين ورکړى شوي، له دې پرته نور هيڅ ډول مال له هغې سره نشته، اوس په هغې باندې زکوة او قرباني واجب دي مګر څه ډول يې اداء کړي؟ آيا زيورات خرڅ کړي او که د هغې ميړه ته د خپلې ښځې له لوري يې ورکول لازمي دي، ځکه چې ښځه خو د ميړه لپاره د يو ډول نوکري کار هم تر سره کوي، مګر د اجرت لپاره هيڅ ډول عقد نشته، د ميړه د خوشحالولو لپاره هر ډول کار تر سره کوي، په همداسې صورت کې که چيرته ميړه د خپلې ښځې له لوري زکوة ورنکړي يا قرباني ونکړي نو مواخذه په ښځه باندې دى او که په ميړه باندې؟.
ځواب : زکوة او قرباني په ښځه باندې واجب دي، د هغې له لوري په ميړه باندې يې اداء کول واجب نه دي، او ښځې ته له ميړه څخه د خپل خدمت معاوضه اخيستل هم روا نه دي، ځکه چې د ميړه خدمت کول طاعت دى او په طاعت باندې اجرت اخيستل حرام دي )الا ما استثناه الفقهاء للضرورة( البته ښځه له ميړه څخه د خپل مهر غوښتنه کولاى شي، که چيرته ميړه مهر هم نه ورکوي نو ښځه دې زيور خرڅ کړي زکوة او قرباني دې اداء کړي ([3]).
د صاحب نصاب تعريف
پوښتنه : (١) د نصاب څښتن چا ته ويل کيږي؟.
(٢) له چا سره چې ٣٦ توله سپين او ٥ توله سره وي هغه د نصاب څښتن دى او که نه؟.
(٣) تمليک څه ته ويل کيږي؟.
ځواب : (١ تا ٣) د سپينو نصاب دوه پنځوس نيمې توله سپين او د سره نصاب اوه نيمې توله سره دي، پس له هر چا سره چې له دې کم سپين يا سره وي نو هغه د نصاب څښتن نه دى، او د تمليک معنى مالک جوړيدل دي ([4]).
مفتى به نصاب کوم يو دى
پوښتنه : د زکوة په نصاب کې اختلاف دى، مفتى به نصاب کوم يو دى؟.
ځواب : حساب په وزن سبعه سره معلوم دى چې دوه پنځوس نيمې توله د سپينو نصاب دى، ځکه چې دوه درهم په وزن سبعه سره همدومره کيږي ([5]).
يوه کس ته په يوه وار دومره زکوة ورکول چې هغه پرې د نصاب څښتن شي
پوښتنه : يو کس بل کس ته زکوة ورکوي، او تقريبا په زرګونو روپۍ ورکوي، د دې لپاره يې ورکوي چې د هغه بيچاره کوم کار پرې وچليږي، آيا په همداسې صورت کې داسې زکوة ورکول روا دي او که نه؟.
ځواب : زکوة اداء کيږي، مګر يو چا په يوه وار دومره زکوة ورکول چې هغه پرې د نصاب څښتن شي مکروه دي ([6]).
د کرايه په کور باندې زکوة شته او که نه
پوښتنه : هغه کور چې ماهانه په کرايه باندې ورکړى شوى وي، د هغه په قيمت باندې زکوة لازم دى او که د هغه په کرايه باندې زکوة لازم دى؟.
ځواب : د همداسې کور په قيمت باندې زکوة لازم نه دى، که چيرته يې کرايه د نصاب په اندازه جمع شي نو د کال له تيريدا وروسته په هغه باندې زکوة واجب دى ([7]).
([1]) احسن الفتاوى، ج : ٤، ص : ٢٧٨ – ٢٧٩، بحواله : ردالمحتار، ج : ٢، ص : ٢٤.
([2]) فتاوى دارالعلوم ديوبند، ج : ٦، ص : ٥٢، بحواله : هدايه، کتاب الزکوة، ج : ١، ص : ١٦٧.
([3]) امداد الاحکام، ج : ٢، ص : ١٩ – ٢٠.
([4]) فتاوى دارالعلوم ديوبند، ج : ٦، ص : ٥٣، بحواله : هدايه، باب زکوة المال، ج : ١، ص : ١٧٦.
([5]) فتاوى دار العلوم ويوبند، ج : ٦، ص : ٥٥، بحواله : الدرالمختار علي هامش ردالمحتار، باب زکوة المال، ج : ٢، ص : ٣٨.
([6]) آپکى مسايل اور انکا حل، ج : ٥، ص : ١٢٣، بحواله : عالمګيري، ج : ١، ص : ١٨٨.
([7]) فتاوى دارالعلوم ديوبند، ج : ٦، ص : ٥٦، بحواله : ردالمحتار، کتاب الزکوة، ج : ٢، ص : ١٠.


















