بې شعوره تربور

دا وار به فرعوني لښکر ضرور ماتوم
د وخت د کبرجنــو به غرور ماتوم

وطن نه به پناه دا د وحشت توره بلا کړم
صلیب به ماتومه او مذدور ماتوم

رازي به خالدي توره ضرور یو ځل په جوش کې
دښمن د پاک قرآن به لور په لور ماتوم

زما د افغانۍ خاورې بچیان یې په کې وسول
روان یم د کفـــري نړۍ تنور ماتوم

غمجن شم په ژړا شم چې ورګورم طالب جانه
دا ځل دې د دیوال په مخ انځور ماتوم

بس ګرزم”مطمئنه”په دا خپلو تربورانو
بي دینه،بې ضمیره او بې شعور ماتوم

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button