حجاج بن یوسف ته د یو سپین ږیري سړي مخامخ بد رد ویل

لیکوال: فضل الرحمن اغا

یو ورځ حجاج بن یوسف په سورلی سپوروو یوه سپین ږیري سړي ته ودرېدي او د ځان په اړه یې پوښتنه ورڅخه وکړه چې ایا حجاج بن یوسف څنګه سړی دي؟
سپین ږیري پر دې نه پوهيدي چې پوښتنه کوونکي یعني مخامخ راته ولاړ کس حجاج بن یوسف دي خو خیر سپن ږیري سړي د حجاج بن یوسف غیبت ورته شروع کي او بد رد یې پسې وویل.

په دغه حالت کې د حجاج بن یوسف لښکر راورسېدي نو حجاج بن یوسف خپل لښکر ته وویل چې دغه سړی راروان کړئ خو سپین ږیري پر دې پوهه سو چې حجاج بن یوسف ته مي ورولي اوهغه ته به زما د بدرد شکایت وکړي.

چونکه دی بیا هم نه پوهېدي چې حجاج بن یوسف دغه راسره کس دي نو سپین ږیري په وېر کي سو نو بیا یې دغه کس چې حجاج بن یوسف پخپله وو ورته غږ یې کړه چې اې ځوانه هغه خبره دي ستاسره پټه وي ، نو حجاج بن یوسف تعجب سو او دځان سره یې وخندل او خپلو کسانو ته یې امر وکئ چې بیرته یې پرېږدي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button