مرحبا رمضان!

احمد ضیاء هاشمي

روژه یواځې د خوراک بندولو نوم نه ده، بلکه روژه هغه ده چې مسلمان خپله خوله، سترګې، لاس، پښې، فکر، سوچ اوغوږونه  د حرامو او بدو افعالو څخه وساتي. روژه د انسان د ټولو سیسټمونو د تازه ګۍ نوم ده، روژه د صحت یواځينۍ وسیله ده، روژه د عاجزۍ  تمرین ده، روژه انسان کې د زړه نرمي پیدا کوي، روژه د الله سبحانه وتعالی سره د نږدې کیدو وسیله ده، روژه د نفس د کنټرولولو ذریعه ده، روژه د شیطانه د خلاصۍ لار ده، روژه انسان د بدکاریو ساتي، روژه انسان ته طاقت وربښي، روژه خلکو ته غریب یادوي، روژه مونږ کې اتفاق راولي،  روژه غرور وژني، روژه د صبر نوم دی.

لکه څرنګه چې انسان په خپل روزمره ژوند کې خوراک، څښاک، خبرې، سوچ، فکر، کتل، ګرځيدل، ویده کیدل  او نور ډیر کارونو سره عادي وي او هره ورځ په دغو کارونو بوخت وي، نو ټول سیستمونه  کار کوي او خپل فعالیت تر سره کوي. الله تعالی انسان د نورو ماشینو څخه  ډیر قوي پیدا کړی نو ځکه ژرد کاره نه وځي، هر ماشین د ډیر کار وروسته  دمې او د ګرمیدو نه د ساتلو لپاره دمې ته ضرورت لري، دا د ماشین د کمزورتیا وجه ده؛ خو الله تعالی انسان ته دومره طاقت ورکړی چې هره ورځ مسلسل  کار کوي نه  ستړی کیږی، نه ګرمیږي،  بلکه هر سیستم خپل خپل کارونه کوی، که یو څه هم ارام کوی خو ډير سیستمونه پکې فعاله وي.

د انسان ټول سیسټمونه په کال کې یو میاشت ارام ته ضرورت لري، چې مکمل ارام نه خو ډیرو کارونو د کمولو  ضرورت لري چې په دې سره د راتلونکو نورو  ۱۱ میاشتو د ښو فعالیتونو توان ولري.

الله سبحانه وتعالی په ۱۲ میاشتو کې یوه میاشت روژه پر مسلمان فرض کړې، دا د الله تعالی امر او په هر غریب مالدار ، نر او ښځه، طاقتور او صحت مند باندې یې نیول فرض دي. ۱۱ میاشتي انسان خوراک او څښاک کوي او معده یې په حرکت کې وي، دغه میاشت کې ارام د معدې هر تکلیف ورکوي او چې معده ښه وي نو ټول د هاضمې سیستم ورسره فعاله وي.انسان  کتل کوي او د خپل چاپیریال  نه په میلیونونو عکسونه او حرکتونه  دماغو ته لیږي او ماغزه پرې کار کوي، هغه  قسم نظر چې الله تعالی انسان ترې منع کړی، د انسان د کتلو سیستم خرابوي او  د هغو د عکسو سره سره د انرژۍ په بدلیدو کې فرق راځي، چې د عصبي سستم د خرابیدو سبب ګرځي او اکثره دماغي ناروغي د غلط نظر له وجې وي.

مشران وایي، په ځوانۍ کې د نظر کمیدل اکثره د اعمالو د خرابۍ وجه کیدی شي، نو روژه کې یواځي دا نه چې خوراک بند شي، د خوراک سره سره بد نظر او غلط کتل چې له کومه الله تعالی مونږ منع کړي یو پرهیز وکړو، انشاءالله نظر به مو هم تیز وي او حافظه هم.

د سوچ او فکر عمل چې په نورو عملونو ډیر زورور د او ډیرې انرژۍ ته ضرورت هم لري، کنترول یي ډیر مهم دی. سوچ او فکر ټول په دماغو کیږي او په دماغو کې د یو شي باره کي د ماغزو د حرکت بدلېدو ته یا د یو شي باره کې د معلوماتو تغیر په مغزو کي د سوچ او فکر په نامه یادیږي؛ نو دغه تغیرات مثبت هم کیدی شي او منفي هم، د مثبتو الله تعالی مونږ ته په کولو امر او د منفي څخه د ځان ساتلو امر کړی دی.

هغه الیکترونیکي انرژي چې د سوچ او فکر وخت کې په نیورونو کې ګرځي، د مثبتو  فکرو په وخت کې شفافه انرژي وي او د بد او ناوړه فکر وخت کې دغه انرژي کې تغیر راځي، چې د غلطې ترجمي سبب ګرځي. دغه بدلون د شیطان د غولولو په معنی دی، ځکه کوم سوچ او فکر کې چې شیطان مداخلت وکړي نو د انسان د خپلو دماغو کنترول د لاسه ورکړي او شیطان پرې زورور شي.

د حدیث مفهوم دی چې شیطان ستاسو په رګونو کې لکه د وینې حرکت کوي؛ نو ځکه د انسان په فکر هم غالب کیږي.

لنډه دا چې په دغه میاشت کې د خوراک، څښاک او نظر سره  سره باید خپل سوچ او فکر هم کنترول کړو او هغه زاړه یادونه له مغزو وباسو، کوم چې د شیطان په وجه زمونږ  په دماغو کې ثبت شوي دي.

د ټکنالوجي د دور په حساب خپله میموري له وایروس نه پاکه کړو، نو روژه د وایروس ضد پوست غالی (سافټویر) دی. همدا رنګه د بدني روزني د علم په اساس روژه د انسان د عضلاتو د اصلاح، منظم کیدو، د نوې انرژۍ د پیدا کېدو، د عصبي سیستم د فعالېدو او یو اضافه طاقت د پیدا کېدو سبب ګرځي. روژه انسان کي د زړه نرم والی او صبر پیدا کوي او د الله تعالی د د رضا سبب ګرځي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button