دروژې مسایل (۲۹مه برخه ) – دروژې په حالت کې د غاښونو د کريم استعمال –

پوښتنه : د غاښونو په کريم باندې د غاښونو په پاکولو سره روژه ماتيږي او که نه؟.
ځواب : د غاښونو د کريم استعمال د روژې په حالت کې مکروه دى، بيا هم که ستوني ته ولاړ نشي نو روژه نه ماتيږي ([1]).
که نابالغ روژه ماته کړي قضائي راوړل يې ضروري نه دي
پوښتنه : که نا بالغ روژه فاسده کړي، يا مور پلار د رحم له امله په هغه روژه ماته کړي، په هغه باندې يا د هغه په مور پلار باندې قضاء يا کفاره واجب ده او که نه؟.
ځواب : که نابالغ روژه ماته کړي د هغې قضائي راوړل ضروري نه دي، که لمونځ مات کړي بيا يې کول واجب دي، که د اوو کلونو وي نو په ژبه دې ورته وويل شي، او که د لسو کلونو وي لمونځ نکوي نو په زور (په وهلو) سره دې پرې وکړى شي ([2]).
له ماشومانو سره په مينه کولو روژه نه ماتيږي
پوښتنه : د روژې په حالت کې له يوه ماشوم سره په مينه کولو (له هغه څخه د مچو په اخيستلو) روژه ماتيږي او که نه؟.
ځواب : په دې سره روژه نه ماتيږي ([3]).
د ميرګيو په دوره روژه نه ماتيږي
پوښتنه : که چيرته د ميرګيو ناروغ د روژې په حالت کې وي او په هغه باندې دوره راشي آيا روژه يې ماتيږي او که نه؟ د ميرګيو دوره څو دقيقې وي او په ناروغ باندې بې هوشي راځي؟.
ځواب : په دې سره روژه نه ماتيږي ([4]).
له صحت وروسته تر ماښامه پورې خوراک څښآک کول ناروا دي
پوښتنه : د روژې په حالت کې د يوه کس په خيټه کې ډير سخت درد پيدا شو، د دواء له استمالولو وروسته آرام شو، آيا تر ماښامه پورې د نورو روژه دارو په څير اوسيدل پرې واجب دي او که مستحب؟.
ځواب : واجب دي ([5]).
روژه داره ښځه په ورځ کې ډوډۍ پخولاى شي که نه
پوښتنه : که چيرته يوه ښځه روژه داره وي او د کور نور خلک لکه ميړه او نور روژه نه نيسي، آيا د روژې په حالت کې همدغه ښځه د کور همداسې کسانو ته ډوډۍ پخولاى شي که نه؟ دا په داسې حال کې چې د ډوډۍ پخولو لپاره په کور کې يوه بله ښځه هم شتون لري؟.
ځواب : د مسلمانانو په کورونو کې له ناروغانو، معذورو او ماشومانو پرته د بل چا لپاره د ورځې ډوډۍ پخول صحي نه دي، خو که چيرته د کور خلک بې دينه وي او هغوى له الله جل جلاله او د الله له رسول صلي الله عليه وسلم څخه حياء نکوي، نو ښځه بيچاره ګۍ بيا مجبوره ده ([6]).
([1]) آپکى مسايل اور انکا حل، ج : ٤، ص : ٥٨٦، بحواله : درمختار مع الشامي، ج : ٢، ص : ٤٠٠، باب ما يفسد الصوم وما لايفسد.
([2]) احسن الفتاوى، ج : ٤، ص : ٤٤٠، بحواله : ردالمحتار، ج : ٢، ص : ١١٧.
([3]) آپکى مسايل اور انکا حل، ج : ٤، ص : ٥٨٦، بحواله : هنديه، ج : ١، ص : ٢٠١، الجوهرة النيرة، ج : ١، ص : ١٧٠، کتاب الصوم.
([4]) آپکى مسايل اور انکا حل، ج : ٤، ص : ٥٨٧، بحواله : درمختار مع الشامي، ج : ٢، ص : ٣٧١، کتاب الصوم، وايضا في الهندية، ج : ١، ص : ١٩٦، کتاب الصوم.
([5]) احسن الفتاوى، ج : ٤، ص : ٤٤٢، بحواله : ردالمحتار، ج : ٢، ص : ١١٦.
([6]) آپکى مسايل اور انکا حل، ج : ٤، ص : ٥٨٨.



