د شهادت جام

محمد ابراهيم حنفي

د شهادت جام

داځل روژه د شهادت د عشق په جام ماتوم
تندې نيولى يمه  مخکي يې له ماښام ماتوم

راته نيولې يې په لپوکې اوبه  د کوثر
ورځم دحورو سره څنګ کې نن صيام ماتوم

ډېر ګنهګار يم خپل مولا راضي کومه ضرور
داخپل تندى به مې په  مينه اوپه نام ماتوم

د وصال سترګې به کړم يخې په اسير طالب جان
کوچنې اختر ته به څرخي جېل اوبګرام ماتوم

د خداى پامان ملګرو تل مې په دعاکې نغاړئ
د سر په بيعه ددې وخت کفري نظام ماتوم

تورو تيارو کې دډېوې رڼاته غلی ناست يم
زه (حنفي ) دغزل تورو کې الهام ماتوم

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button