د امریکا سره له امنیتی تړون څخه د بمونو تر مور او د کابل تر اوسني بریده

تبصره : روحانی
پخوانی ولسمشر حامد کرزي د خپلی ولسمشرۍ په وروستیو شیبو کی په دی ټینګار کاوه چی له امریکا سره تر هغی امنیتی تړون نهه لاسلیک کوم تر څو چی امریکا د دی تضمین رانکړی چی په افغانستان کی به سوله راولی جنګ به ختموی بیا به ورسره تړون لاسلیک کوم، او دا نشم منلای چی امریکا سره به تړون لاسلیک شوی وی او امریکایی ځواکونه به په خپلو بیسونو کی په آرام ناست وی مزی او چړچی به کوی او زما ملت به په وینو کی لمبیږي.
خو د اوسنی ولشمر اشرف غنی سره له دی چی د خلکو په مینځ کی په مفکر او متفکر سره شهرت لري بی له فکر او تفکر نه دد امریکا سره په د امنیتی تړون پر لاسلیک داسی ورټوپ کړ لکه یو وږی انسان چی په دسترخوان ورټوپ کړی، غنی صیب مفکر او متفکر دی خو فکر او تفکر نه لری بس کار ته درز ورکوی او مخکی کي ځی که نتیجه یی هر څه وی پروا یی ځکه نه کوی چی مریم جان او زوی جان یی په بهرنیو هیوادونو کی ښه سیفلی ژوند لری او دی پخپله د لسګونو ګاردانو او مرمۍ ضد ګاډو کی سفرونه کوی الوتکی یی په خدمت کی دی او د ګلخانی او فلانی خانی ماڼۍ یی په خدمت کی دی د ډالرو د رحمت باران پری شپه او ورځ اوری نو که په ملت باندی طوفان وی که باد وی که جګړ وی که قحطی وی دی یی په کیسه کی نه دی.
ملت ولیدل چی له همغی ورځی نه چی د ملی یووالی حکومت له امریکا سره امنیتی تړون لاسلیک کړ نو ګویا چی بیچاره ملت یی پهه مضبوطو رسیو وتاړه او ایله یی د امریکا او نورو د وهلو او ټکولو لپاره ډیر ښه اماده کړ.
امریکا له تړون نه وروسته سملاسی د داعش سیلاب د افغانستان پر خاوره را ایله کړ او دغه سیلاب لا هم خپلو څپو ته دوام ورکویی او ډیر افغانان دغه تور سیلاب لاهو کړل خو پوښتنه یی ځکه څوک نشی کولای چی واک له امریکا سره ده او امریکا هم چی هر څه کوی نو قضایی مصؤونیت اشرف غنی لالا په لیکلی توګه ورکړی. ورپسی امریکا د داعش د له مینځه وړلو په پلمه پر دغه یتیم ملت د بمونو مور چی تر ټولو ستر بم ګڼل کیږی د ټولو بین المللی نورمونو په خلاف استعمال کړ.
اوس دا دی په کابل کی یی پر بیچاره او مظلومو او روژه په خوله ملت باندی د داسی توغندی ګوزار وکړ چی څوک یی سر او کونهه هم نشی معلومولی چی ایا دا بم و که موټر بم و او که توغندی و؟
څوک یی د طالبانو او حقانی شبکی د موټر بم برید ګڼي او داعش چیغی وهي چی دا ګوزار ما کړی خو له بلی خوا خلکو د توغندیی پرچی موندلی او وایی چی دا توغندی دی، که هر څه دی او هر چا کړی خو د په د امنیتی تړون په پړي تړول شوی ملت یی ځپ ځپ کړ روژه یی ورته په خپلو سرو وینو افطار کړه او په سوونو کورنۍ یی د غم په ټغر کینولی او که توغندی هم ثابت شی هیڅوک یی هیڅ هم نشی کولای ځکه چی اشرف غنی لالا یی د مصؤنیت سند ورته لا پخوا لاسلیک کړی نو چی هر چا دا کار کړی شخ بریتونه به ګرځي.
د امریکا سره د امنیتی تړون نه وروسته تر دی دمه ډیری ورته پیښو صورت ونیو او مبصرین په دین اند دی چی دا نه لومړنۍ پیښهه ده او نه به وروستنۍ وي تر څو چی دا امنیتی تړون دوام لری دا پیښی به هم ورسره مل وی او دوام به پیدا کړی.
دا غم ټول د امنیتی تړون پایلی دی خو زمونږ د متفکر او مفکر بی ځایه ټوپ ملت له کړاوونو سره مخ کړ

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button