خپل وجدانونه قاضي کړﺉ!

صلاح الدین ایوبي

نه پوهیږم دا بعضې افغانان ولې دومره بې منطقه شول چې په حق ویلو یې سترګې پټې شوې دي.

دوی وایي، طالب ولې سوله نه کوي خو دې ته نه ګوري چې طالب چا سره سوله وکړي؟ سوله خو حزبیانو هم وکړه کومه نتیجه یې ورکړه؟

که امریکا رښتیا سولې ته ژمنه وي، د څه لپاره افغانستان ته نور ځواکونه رالیږي؟

که رښتیا یې پر افغانانو زړه خوږیږي د پوځیانو پر ځای دې افغانستان ته انجینران او ډاکټران راولیږي چې افغانان تر هرڅه ورته زیات ضرورت لري !

دوی وایې په افغانستان کې د امریکا پاتې کیدو عامل هم طالب دی خو دا نه وایي، چې اوله حمله په افغانستان امریکا وکړه، اسلامي نظام یې ړنګ کړ، هیواد یې اشغال کړ، په هر ولایت کې یې د بې ګناه ولس وینې توې کړې، په ډیرې بې رحمۍ سره یې په ډله ایز ډول ښځې، ماشومان، سپین ګیري او ځوانان په شهادت ورسول، د مسلمانانو ترټولو سپېڅلي کتاب ته څو ځله بګرام کې اور ورکړ، هره ورځ په طالبانو او عامو خلکو کورنو چاپې وهي او د بې پیلوټو تیارو څخه یې وژني، بې پوښتنې یې پټو تعذیب خانو ته وړي او هره ورځ په مرموز ډول د هیواد په ګوټ ګوټ کې هیوادوال په شهادت رسوي.

د دې ټولو جنیاتونو سره سره یې بیا هم ونه ویل چې امریکا ظلم وکړ.

امریکا څه حق لري چې په افغانستان کې میشته ده؟ طالب هم مجبور دی چې له خپلې خاورې او ځان څخه دفاع وکړي. نن چې د غرب په خوله، بغیر له کوم ثبوته د کابل د خونړي برید پړه امریکا ته د خپلې شرمندګۍ پټولو او نړیوالو فشارونو کمولو لپاره  په طالب واچوله. اکثر وایي دا برید طالب کړی او طالب ولې سوله نه کوي؟

اخر دلته ولې انصاف نشته؟ دلته ولې دومره ړوند قضاوت کیږي؟  دلته ولې همدغه پوچ مغزه افغانان چې وایي برید طالب کړی، حکومت څخه شواهد نه غواړي؟

دلته ولې دا نه ویل کیږي چې امریکا او ګوډاګۍ حکومت کوم ثبوت لري چې دا برید طالب کړی؟

له دې څخه معلومه شوه چې امریکا  نه یوازې دافغانستان خاوره اشغال کړې بلکې د افغانانو ذهینونه یې هم اشغال کړي.

اې غولیدلو افغانانو خپل وجدانونه قاضي کړﺉ. له کله چي فوځي واک غرب ته په لاس ورغلی دی دغه دور له اموي، عباسي او عثماني خلافتونو سره پر تله کړي او قضاوت وکړﺉ چي څوک د انسانیت دښمنان دي او چا خوندي کړﺉ.

ولس باید ویښ شي او د کفر هرې دسیسې ته ځیر شي، د مزدورو رسنیو په زهرجنو تبلغاتو ونه غولیږي. نوره سستي ونکړي؛ د امریکا د وتلو په ضد په ټولو ولایتونو کې په پراخو لاریونو لاس پورې کړي ترڅو طالب ته هم د جنګ پلمه ورختمه شي او سولې ته هم لاره هواره شي. کنه ترڅو چې امریکا او د ناټو ځواکونه په افغانستان قرار لري افغانان به تل دې داسې مرګونو پیښو شاهدان وي.

نن یوې بهرنۍ ژورنالیستې هم په ټویټر کې د پیغور په شکل لیکلي وو چې افغانانو “امریکا او ناټو له خپله کوره وشړئ! تر هغې چې دوی ستاسې هېواد کې حضور ولري پر تاسې ښه ورځ حرامه ده”.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button