امریکا او نور خارجي استخبارات غواړي د افغانستان جنګ نور هم خونړی شي او کامیاب هم شو

منصور الهام
د تعجب خبره دا ده برید امریکایانو کړی، انتقام له مظلومو زندانیانو اخلي. ولسمشر صاحب دې خپل هوایي رادار په خپل کنټرول کې واخلي. ولسمشره اختیارات دې زیات کړه، ته له خپل راداره ویشتل شوی يې.
امریکایان غواړي په افغانستان کی تل داسې اورونه بل وساتي. ولسمشره دومره ژر احساساتي کیږه مه لنډ سوچ مکوه، کوم اسیران چې ته اعداموې دا هم مور او پلار بچیان لري، بیا پر څنګ کې د خپل مسیر مشران لري. که چیرې تا دا خپله احساساتي فیصله بېرته وانخیسته لیرې نه ده چې د دې اسیرانو انتقام له تاسو یو په سل چنده ډیر واخلي.
اشرف غني ته ویښ شه، د کابل برید څیړنه وکړه، په پټو سترګو قضاوت مه کوه، د برید څرنګوالی معلوم کړه. د ملي امنیت اداره په دغه وحشتناک برید کې پوره دخیله ده، څیړنه یې وکړه، ملي امنیت چې په کومې ډلې تورونه لګوي او ستا احساسات راپاروي لطفا ثبوت ترې وغواړه او د خپل ملت سره یې شریک کړه. وروسته له ثبوت فیصله وکړه چې عاملینو ته یې کوم رنګ سزا ورکوې.
اشرف غني صاحب حیران یم، ملي امنیت بیا څنګه دومره تیز پرمختګ وکړ چې د برید عاملین یې پیدا کړل او دعوا یې وکړه چې یاد برید حقاني شبکې کړی. ایا دوی حقاني شبکه چا ته منسوبوي، طالبانو په کراتو کراتو ویلي مونږ د حقاني شبکې په نوم کوم منظم تشکیل او ډله په خپل صف کې نه لرو. که د افغان دولت حقانی شبکه الحاج مولوی جلال الدین حقانی حفظه الله پورې تړلې بولی دا د ملي امنیت لوی حماقت دی، هغه ځکه چې حقاني صاحب حفظه الله د اسلامي امارت اړوند خپل منظم جهادي تشکیلات لري بله کومه ډله نلري او نه پرته له امارت کومه شبکه شته.
د ثبوت په ډول یې د حقانی صاحب حفظه الله زوئ الحاج خلیفه سراج الدین حقاني دی کوم چې في الحال د اسلامی امارت مرستیال دی. ایا شته کوم ثبوت چې د ملي امنیت اداره یې ملت ته وړاندې کړي چی دا برید دې طالبانو کړی وي؟
ملي امنيت ټول عمر افغانانو ته سترګو کې خاورې نشي اچولى او نه هم طالبان په داسې بې هدفه ځایونو کی چاودنې او بریدونه کوي. طالبان د همدې وطن اصیل بچیان دي او نه غواړي چې خپل وطنوال دې د غم په ټغر کینوي.
د افغان دولت امنيتي تړون له امريكا سره دا ټولې ناکردې رامخته کړې دي. ستا د پټو سترګو قضاوت او د مظلومو اسیرانو اعدامول د دې لارې حل کیدلای نشي.
طالبان هسې بدنام دي، نننۍ پيښه نه د طالب ده او نه طالب داسې ورته بې هدفه، وحشتناک بریدونه کوي. دا بريد په مستقيمه توګه امريکا تر سره کړى دی، چی هر څوک یې استعمال کړي دا به وخت ثابته کړي.
امریکا بغیر له داعش بلې کومې ډلې سره رابطه نلري، د داعش مکمل سپورټ د امریکا لخوا ده. د ملي امنیت د چارواکو په لاسو اکمال ورکول کیږي. امریکا چې څه وغواړي د داعش په لاسو یې د ملی امنیت په همکارۍ پرې ترسره کوي، ولسمشره تحقیق وکړه سبا به ملت ته هم ته جواب ورکوې.
اشرف غنی راویخ شه احساساتی او جزباتی فیصلی ستا او د ملت تر منځ د مینی او باور واټن لاپسی شاته ګرځوي د کابل برید اصلی عاملین ستا تر شا په ارګ کی د خوشحالئ مجلسونه کوي ستا په جزباتی فیصلو درګرده خنداګانی کوي
ولسمشره هغوئ چې ځان پورې بمونه تړي، د اعدام څخه نه ډاریږي بلکه ستا ړوند قضاوت د هغوی ملګرو ته دا احساس ورکوي چې خپلې حملې لا پسې زیاتې او د انتقام اخیستلو لپاره یې چمتوالي ونیسي.
ایا هغه په زرګونه د ملي اردو عسکر چې روزانه همدا طالبان یې نیسي د هغو د سرنوشت غم درسره شته او کنه؟
ایا د مظلومو او بې ګناه اسیرانو په اعدام به دا جنګ نور هم خونړي نشي؟
ولسمشر صاحب امریکا د کابل برید سره خپل مکارتوب ښکاره کړ، خارجي استخبارات غواړي د افغانانو وینې لاپسې توی کړي. لطفا احساساتي فیصلې مو بیرته واخلئ کنه غبرګون به یې ډیرې وینې توئ کړي. د مظلومو او لاس تړلو اسیرانو اعدامول د نړۍ د ټولو قوانينو خلاف عمل دی.
د ملي امنیت اداره هيڅ ثبوت له ځانه سره نه لري چې ملت ته وښيي ياد بريد طالبانو کړی دی.
اوس د ياد بريد په تړاو د طالب بنديانو اعدامول يو نه توجيه کيدونکې او د عناد څخه ډک عمل دی.
موږ د کابل ادارې دغه عمل نه دا چې په کلکو ټکو غندو بلکي په ټولو بين المللي او د بشر حقوق او نورو ورته ادارو غږ کوو چې د کابل بلواکه اداره پرينږدي چې دغه شان قبيح عمل ترسره کړي، که چیرته د کابل ادارې مظلوم اسیران اعدام کړل بيا طالبان هم د انتقام حق د ځانه سره لري او بیا د شکایت حق نلري ملت دې خبر وي.



